ماښام د يوې نانوايي مخې ته

ماښام د يوې نانوايي مخې ته

ماښام د یوې نانوايي مخې ته کتار ماشومان او میرمنې ناستې وې.

دوی له ښیښه یي چوکاټه اخوا تودو ډوډیو ته کتل او غټه هیله یې دا وه چې کوم حاتم طايي پیدا شي او منګولې یې ورته په ډوډۍ تودې کړي.

د دوی ژوند راته د مصري قیدي په څير ښکاره شو، هغه قیدي چې خوب یې لیدلی و چې د ډوډیو شکور یې پر سر وي. په هوا مرغان راشي او ډوډۍ ترې وتښتوي.

قیدي، خوب د عزیز په زندان کې بندي ډولي او هغه یوسف ع ته تیر کړ چې بوډۍ زلیخا یې عشق ځوانه کړې وه او زړه یې پرې بایللی و. داسې یې بایللی و چې خونه کې یې ایسار کړ او په جذبه یې ورته وویل: ’’هَیْتَ لَکَ’’خو په صورت او سیرت ښایسته یوسف انکار وکړ او ځواب یې ورکړ: ’’ مَعَاذَ اللَّهِ’’
یوسف، د زنداني خوب واورید؛ له فکر وهلو وروسته پوه شو چې ډوډۍ رزق دی او د چا رزق چې وتښتول شي، نو بویه چې عمر یې ختم دی. د هغه له سره د ډوډۍ تښتول یې د عمر په پای تعبیر کړ؛ رښتیا هم قیدي اعدام شو او عمر یې پای وموند.

د نانوایۍ مخې ته ناستو هیوادوالو رزق هم تښتول شوی؛ خو دا مرغانو نه؛ بلکې د جګړې وحشي بلاګانو تښتولی. وحشي اداري مفسدینو تښتولی.

د دوی ژوند هم ختم دی، بس هسې د ژونديو تمثیل کوي.

نعمان دوست




t