که د خوشحالو انسانو دغه يوولس ورځني عادتونه در خپل کړئ، ژوند به مو خوشحاله او قناعت بخشه وي!

که د خوشحالو انسانو دغه يوولس ورځني عادتونه در خپل کړئ، ژوند به مو خوشحاله او قناعت بخشه وي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

خوشحاله اوسېده له ژونده د خوند اخيستلو یوازينۍ لاره او د ټولو انسانانو مشترکه هيله ده. کېدای سي ډېرو انسانانو ته به تریو او ګونجي تندی لرونکی انسان جذاب ايسي، خو خوشحاله اوسېدل یوازي دا نه چي، ستاسي د عاطفي هوسایني له پاره ضرور دي، بل لا په خوشحاله ژوند کولو سره کولای سئ چي يو بريالی کس هم و اوسئ. زموږ په دغه ليکنه کي د خوشحالو کسانو پر هغو ۱۱ ورځنیو عادتونو روڼا اچوله سوې ده، چي د دوئ د خوشحالۍ سبب ګرځېدلي دي:

د ځان او نورو احترام کوي:
خوښ او خوشحاله افراد پوهېږي چي څنګه له نورو سره چلند وکړي، ځکه د دوئ چي څنګه له ځانو سره د نورو تعامل خوښېږي؛ هماغسي دوئ هم له نورو سره ورته کړه وړه کوي. په ژوند کي د نورو سره تعامل کولو ته جدی توجه مو د برياليتوب لوړو څوکو ته رسوي.

پر ځانو باور لري:
هيڅ موخي ته تر هغو رسېدلای نه سې، څو پر ځان او خپل ظرفيت باور و نه لرې.

پر خپلو شتو قناعت کوي او شکر کښونکي دي:
پر خپلو شتو راضي کېدل او شکر ورباندي کښل، که څه هم ډېر لږ وي، له انسانه منفي فکر لېري کوي او همدا هرڅه تاسي په يوه خوشحاله کس بدلوي.

د خوشحالو کسانو دوستان هم خوشحاله کسان وي:
د خوښو او په زړه پورو عادتونو خپلولو آسانه لاره دا ده چي، په څنګ کي د دغه ډول اخلاقي خصوصیاتو افراد ولرئ.

دوئ د خپلو همزولو په نسبت ډېر لږ تلوېزیون ګوري:
د تلوېزيون په کتلو سره، تاسي د خپل واقعي ژوند له قيده وزئ او دا ستاسي په ورځني ژوند کي د ټولو پېښېدونکو څیزونو سره د اړيکو ساتلو په وړاندي خنډ ګرځي. پر خپل واقعي ژوند باندي خوند واخلئ او د تلوېزیون له نمايشي پردې لېري اوسئ.

خوشحاله افراد کارونه پر نیمی نه پرېږدي:
خوشحاله افراد پوهېږي چي ستر برياليتوبونه له يوه ستر او هر اړخيز کاره لاس ته راځي. دوئ مطمئین وي چي د ژوند په ټولو عرصو کي دغه روحيه ولري.

خوشحاله افراد خپل شخصي ارتباطات ساتي:
تر دغه به نو بل شی دوندي قناعت او لذت بخښوونکی نه وي، چي پر شاوخوا مو ښایسته صفته او هم الهام بخښونکي انسانان راټول وي. دغه ډول دوستۍ تاسي له رواني فشاره ژغوري او ژوند مو خوندور کوي.

هغوی د څیزونو د تغییر له پاره مختلفي لاري چاري لري!
که کوم کار نتيجه نه ورکوي، يوازي به لېوني کسان دغه کار ته ادامه ورکوي او پایله به ورڅخه غواړي. د يوه در پېښ مشکل له پاره نوي څيزونه لټول د نوو حللارو ازمویلو تر ټولو آسانه لاره ده.

خوشحاله افراد د بې ارزښتو څیزونو په پرېښوولو کي ځنډ نه کوي:
پرېښوول یو مهارت دئ. دا مهمه نه ده چي دغه کار څونه سخت او ستونزمن دئ، تمرین او زیار ددې ستونزي د منفي او مخربو اثراتو د لېري کولو له پاره بهترینه حللاره ده.

هغوی زیات بخښونکي او مقاوم دي:
بهتره او خوشحاله کس اوسېدل همېشه آسان نه دي، خو معمولاً تاسي ته ستاسي د ناخوښو او خپه ملګرو په نسبت د لا زياتي آسانۍ احساس درکوي.

هغوی د نورو تر سترګو مهربان ښکاره کېدو تمثيل او تظاهر نه کوي:
په ظاهري شکل مینه ناک اوسېدل، له ژونده د واقعي خوند اخیستلو او بالاخره د خوشحاله اوسېدو له پاره یو خنډ دئ. بریالي کسان چي په واقعي لحاظ خوشحاله دي، پر دې موضوع پوهېږي.



معلوماتي څو مهم ټکي
t