ژوند مو په دغو پنځو لارو چارو نور ښايسته کړئ!

ژوند مو په دغو پنځو لارو چارو نور ښايسته کړئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

د هيڅ انسان ژوند له لوړو ژورو څخه خالي نه دئ؛ موږ ټول ځیني وختونه د ژوند له رنګينیو بلها خوندونه آخلو خو ډېر کله بيا له کړاوونو هم زورېږو. زموږ ټولو انسانانو جوړښت يو رقم دئ؛ او زموږ ترمنځ فرق نسته لکه يو شاعر چي وايي:
د این دنیا دل بی غم نباشد اگر باشد، بنی آدم نباشد
له دې سره، موږ او تاسو ځيني داسي کسان هم ليدلي دي چي همېشه خندا په خوله وي؛ دغه ډول کسان همېشه خوشحاله وي ته به وایې چي دغه کسان غم د يوه نا آشنا مېلمه په حیث پېژني. تاسي به هم د تلوېزيون پر پرده باندي تر تجارتي اعلان دمخه ليدلي وي چي وايي: هیڅکله د نورو له باطن سره د خپل ژوند ظاهر مه مقايسه کوئ
زموږ دغه ليکنه پر دې راڅرخي، چي څنګه خپل ژوند رنګين، خوښ او خوشحاله کړو.

لومړی: پر خپلو شتو شکر وباسئ!

ټول خدای درکړي نعمتونه دانه په دانه وليکئ، هغه څیزونه هم ولیکئ چي همدا اوس ئې فيض در رسېږي – مثلاً داسي مه لیکئ، چي صحت، داسي ولیکئ چي: د اورېدلو، ليدلو، خبرو کولو، بويولو، او خوند کتلو وړتيا لرل – که مو اوس په نړۍ کي د زرونو ړندو انسانانو په شان ليدل نه سوای کولای، د کڼو په شان مو اورېدل نه سوای کولای او… ځکه همدا هرڅه فاجعه ده.
بلخوا، تصور وکړئ چي سرپناه مو نه درلوده، په یخچال کي مو خوراک نه لاره، د کور اوبه مو قطع وې، د تودېدو له پاره مو ګاز نه درلود او… دا ټول نعمتونه دي او ښايي تر دغو ټولو درته ډېر مهم هغه شخص وي چي تاسي ورسره مينه لرئ او هغه/ې ته هم تاسي ګران ياست؛ کولای سئ د سختۍ او نېستۍ پر مهال ورباندي حساب وکړئ او لنډه دا چي، په نننۍ نړۍ کي يوازي نه ياست.
بناً که یو په یو خپلو هستیو او شتمنیو ته پاملرنه وکړئ، نه لرلي خپل رنګ بایلي او ډېر لږ به تاسي ناراحته کوي، سمه ده چي ډېر څیزونه هم ونه لرئ، خو دلته زموږ هدف، د ژوند ښایسته لیدل دي، نو یوازي پر خپلو شتو فکر وکړئ.

دوهم: ناسته پاسته مو زياته کړئ!

کوښښ وکړئ چي راسه درسه مو زياته کړئ، له کورنۍ، دوستانو، ګاونډيانو او… سره کښېنئ، مجلس او بانډار ورسره وکړئ، ضرور هم نه ده چي سهار او ماښام ورسره پر دسترخوان کښېنئ، يا، يوه پياله شنې چای، د شولې وريجو ساده غرمنۍ دي وي خو د ملګرو او دوستانو ليدلو ته پلمه خامخا پیداکړئ؛ هغوی را دعوت کړئ، تاسې کور ته ورسئ – راسه درسه او د ملګرو او دوستانو راوټولېدل کولای سي چي په تاسي کي د سروتونين هورمون چي د ژوند د خوشحالۍ او ښکلا هورمون دئ – ترشح او لوړ کړي.

درېیم: منظم پلان ولرئ!

بېرېږئ مه، د ځان له پاره ستونزمن او ننګونکی پلان جوړ کړئ او بيا کوښښ وکړئ چي هغه اجراء کړئ. مثلاً سهار وختي لمانځه ته راويښېږئ، ناشته، پلی تګ، کتاب لوستل، غذا چمتو کول، کار، سودا، له کورنۍ څخه ليدنه، په مذهبي، علمي او زدکړه ییزو غونډو کي برخه اخيستنه او… ځان بېکارۍ ته مه ورکوئ؛ ځان دوندي ستړی کړئ چي د شپې ځای ته ولاړ سئ اصلاً غُسه کېدو وخت و نه لرئ، او ژر بيده سئ.

څلرم: خپل د خوښي وړ کار وکړئ!

تاسي پوهېږئ چي په کوم کار کولو سره سکون موندلای سئ؟ د غاړي یو دستمال اوبدل؟ د ډوډۍ تيارول؟ يو فلم کتل؟ د ورځنیو خاطراتو ليکل؟ خيريه کارونه؟ سياحت؟ او… کوښښ دا وکړئ چي په ورځني پلان کي مو داسي کارونه ځای پر ځای کړئ چي تاسي ته خوشحالي او خوښي دربخښي. سربېره پر دې، د اولنو خبري واورئ، اولنو ويلي دي چي د خيريه کارونو کول مو زړه خوشحاله ساتي او ژوند مو رنګينوي. دا دوندي سخته نه ده، کېدای سي همسايه ته د یوې کټوي په ور آستولو، لاروي ته په يوې ډوډۍ ورکولو، ستاسي د شا موټر ته په لاري ورکولو او… سره مو زړه د يوې دُنیا په اندازه خوشحاله او ښايسته سي.

پنځم: معنویات مه هېروئ!

دا چي په څلرويشتو ساعتو کي څو وخته له خپل خدای ج سره راز و نياز کوو، د قرآنکريم څو ایاتونه تلاوتوو، دعاء کوو او له خدايه د ځان او خپلو دوستانو او ملګرو له پاره د خير او برکت غوښتنه کوو، دا هرڅه مو ژوند ته دوندي سکون او ښکلا راکوي چي د هيڅ شي سره د مقایسې وړ نه دي؛ له خدای ج سره په نيمه شپه کي د راز و نياز شېبې، د هر بنده د ژوندانه له ډېرو ښايستو شېبو څخه دي، چي په بايد له لاسه ئې ور نکړو.



لارې چارې معلوماتي ژوند
t