کرکټ – حکیم احمدزی

کرکټ – حکیم احمدزی

د کرکټ بورډ ریس ته مو سترګې وې چې نوی کس ده او د کرکټ له مافیا سره تړاو نه لري او نه هم غلاوو کې ورسره شریک ده نو ښایي اړین تغییرات راولي او ښه ثابت سي خو دا جناب له راتګ سره سم د موجودو زورواکو زور ته تسلیم سو او هر څه یې په پټو سترګو ورسره ومنل.
تېره شپه یې لوبډله کې د لوبغاړو د ناسمې ټاکنې په اړه له حده زیات غلط استدلال کړی ده او د ځینو مستحقو لوبغاړو په اړه چې لوبډله کې ندي اخیستل سوي، ډېر بې منطقه سپیناوي ورکړي دي.

د منیر په اړه وایي چې ګربز او افسر ترې ښه ثابت سوي دي او بنګله دېش په سفر کې یې د کیپینګ پرمهال یو کېچ ډراپ کړ. اول خو به دا ووایم چې مونږ هیڅکله منیر له ګربز سره ندی پرتله کړي. ګربز شل اوریزو سیالیو ته اخیستل سوی ده او مونږ منیر په شل اوریزو کې نه غواړو نو د منیر او ګربز پرتلنه بیخي ناسمه ده.
باتې سو افسر، د بنګله دېش په خلاف ټیسټ لوبه کې یې د هغه ۳۰ رنز د منیر له زرګونو رنزونو نه ښه بللي دي او په هماغو دېرسو رنزونو یې د یوورځنیو لوبو لوبډلې ته هم ټاکلی ده. خو حقیقت دا دی چې منیر په کراتو کراتو له افسر نه ښه ثابت سوی ده. سږکال یې ګرېډون په دوه سلیزو او دوه پنځوسیزو تاپ کړ، د زونونو ترمنځ لیسټ اې تورنمنټ کې یې له ټولو زیاتې ۴۱۴ منډې جوړې کړې او شپږیزه کې یې هم بهترین پرفارمنس وکړ. خو دا چې افسر د کپتان ملګری دی او زور لري نو په همدې ناچیزه پرفارمنس هم ټیسټ او ونډې لوبوي.

د حشمت په اړه یې ویلي دي چې په ټیټ (۶۰) سټرایک رېټ سره لوبه کوي او ځکه ډراپ شو، نو ته و خدای دا دلیل به ماشوم ومني؟ حشمت په تېرو دوه کلونو کې د لوبډلې ترټولو کنسیسټنټ (با ثابته) بیټسمین پاتې سوی ده. ایشیا کپ یې ټاپ کړ، ورلډ کپ کې یې په هماغو سختو پیچونو دری-څلور پنځوسیزې وکړې او تر اوسه یې په بهترین اوسط سره لوبې کړې دي. ستا لوبډله کې داسې څوک نسته چې تا ته دې اننګز روان وساتي، ټول د سلاګونو والا دي او د شل اورونو ودرېدو تاب هم نه لري. د حشمت ټایپ بیټسمین په لوبډله کې حتمي و ضروري دی او باید هرومرو لوبډله کې وي. اوس د حشمت په ځای جاوید راغلی ده چې د لوبې سټایل یې له عصري سره هیڅ سمون نه لري او د لوبډلې په هیڅ درد نه دوا کیږي خو دا چې د کپټان د ښي لاس کس ده نو لوبډله کې به لوبېږي.

خلاصه د هر لوبغاړي په اړه یې ډېر غیر منطقي وضاحتونه ورکړي دي، د ټولو ځوابونه یې سته خو دا چې لیکنه اوږدېږي په همدې دوه لوبغاړو بسنه کوم.
دا ډېر د افسوس ځای ده چې په حقایقو سترګې پټوي او په ډېره سپین سترګۍ د ناجایزو دفاع کوي. جناب یوسفزي صیب ته ټول هېوادوال ماشومان ښکاري او داسې انګېري چې ټول به غلط کړي خو حقیقت دا دی چې اوس ټول ولس پوهېږي، باخبره دی او ښه د بد تفکیک په سم ډول کولای سي.



لوبې لیکنه کرکټ
t