د ننګرهار په کوربتوب د ۱۴ ولايتونو لوړ پوړو مسئولينو ترمنځ علمي سيمنار بشپړ راپور

د ننګرهار په کوربتوب د ۱۴ ولايتونو لوړ پوړو مسئولينو ترمنځ علمي سيمنار بشپړ راپور

د ننګرهار ولايت په کوربتوب د سيمه ييزې حکومتولۍ پاليسي، خونديتوب، حرکت او پراختيا تر عنوان لاندې درې ورځنی علمي سيمينار پيل شو.

دغه سيمينار، چې د لړم په اوومه د جلال اباد شاهي ماڼۍ په کرزي تالار کې پیل شو پر مهال يې د ننګرهار، کونړ او نورستان واليانو سر بېره د ۱۴ ولايتونو يو شمېر مرستيالانو، د ادارو مسئولينو، پوهنتون استادانو، مېرمنو، مدني ټولنو استازو او ګڼ شمېر نورو په کې ګډون کړی.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، ياد علمي سيمينار ته ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د جمهور رئيس محمد اشرف غني پيغام ولوسته چې په کې راغلي و:

«د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا د ملي وحدت حکومت يو له مهمو او اساسي موخو څخه ده په همدې بنياد د سيمه ييزې حکومتولۍ پاليسي او د محلي شوراګانو قانون نهايي شو.»

په پيغام کې راغلي و د دې طرحې اساسي موخه د ښار محورۍ پر بنياد سيمه ييزه حکومتولي ده او حکومت هوډمن دى چې د خلکو، استادانو، مدني ټولنو، رسنيو او بېلا بېلو قشرونو نظرونو او طرحو په رڼا کې د سيمه ايزې حکومتولۍ د پراختيا بنسټ کېږدي.

جمهور رئیس په خپل پيغام کې ويلي و:

«نن د حکومتولۍ له کلونو تجربو وروسته، د دې وخت را رسېدلى چې په اداراتو کې شته ظرفېتونه تشخيص کړو او همدا راز دا بايد درک شي چې سيمه ييز واحدونه د ښاري، نيمه ښاري، ترانزيټي او طبعي منابعو له نظره د کومو ځانګړنو او ظرفېتونو لرونکي دي ، چې د هغې په رڼا کې د عمل برنامه ورته جوړه شي.»

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې د سوله ييز چاپېريال رامنځته کېدو په موخه په امنيتي، حکومتدارۍ، پراختيايي، فکري او کولتوري تغير برخه کې فعالیتونه تر سره کوي.

نوموړي وويل:

«د ښې حکومتدارۍ رامنځته کېدو په موخه يې د ننګرهار شل ولسواليو ته سفرونه کړي او هلته يې متوازن انکشاف رامنځته کړی.»

هغه زياته کړه، چې د مراجعينو کليمه يې په مشتري بدله کړې، ترڅو مسئولينو ته د ښه خدمت کولو احساس وشي او ولسوالانو ته يې لارښوونه کړې، چې په خپلو سيمو کې ولسي خلکو ته ښه خدمت وکړي، چې په دې سره د حکومت او ولس ترمنځ واټن لمنځه یوړل شي.

ده وويل:

«حکومتداري يې له ولايت څخه ولسواليو ته لېږدولې او د نورو کړنو ترڅنګ يې دريدلې پروژې پيل کړي او د ميليونونو افغانيو په لګښت يو شمېر يې ګټې اخيستنې ته سپارلي او سلګونه نورې پروژو چارې پر برياليتوب سره پرمخ روانې دي.»

ننګرهار والي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مسئولينو مننه وکړه چې په دې ولايت کې يې د څوارلس ولايتونو ترمنځ د ښې حکومتوالۍ رامنځته کېدو په موخه علمي سيمينار زمينه برابره کړه او د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا په برخه کې يې وړانديزونه وکړل.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ رئيس حامد کریمي د سيمه ييزې حکومتولۍ برنامې په اړه تخنیکي معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وويل:

«اوسمهال په سيمه ييزه کچه ډير کوچني کارونه هم مرکز سره په همږۍ تر سره کيږي، چې په سيمه ييزه حکومتولۍ يې بده اغيزه کړې ده.»

هغه زياته کړه، چې له علمي سيمينار څخه موخه داده ترڅو د ولايتونو مسئولين د سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه خپل نظرونه شريک کړي او په ياده برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

د سيمه ييزو ارګانونو د پلان او پاليسۍ رئیس همدا راز وويل په مرکزي ادارو تمرکز ددې سبب شوى ، چې دويمي او درېيمي ادارې څنډه کې پاتې شي، نن هغه وخت را رسيدلى، چې اصلي او عمده تمرکز په محلي ادارو وشي او د پاملرنې وړ وګرځي.

سرچینه وايي، د لغمان والي محمد اصف ننګ وويل:

«اوسمهال په ولايتونو کې د حکومتولۍ بڼه هماغه لسيزې وړاندې جوړه شوې پاليسي ده چې تر ډيره د ولايت لپاره ګټوره نه ده؛ ځکه ولايتي مسولين په کې د خلکو ستونزې نه شي حلولی او يوازې د مرکز پاليسي مخته وړي.»

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم هم هیله وښوده که په نوې پاليسۍ کې ډيره ونډه سيمه ييز حکومت ته ورکول کېږي نو ولايتي ادارې خودمختاره کېږي او د خلکو اړتياو ته په کتو خپل خدمات مخته وړي.

 

دی وايي:

«اوس سيمه ييزې ادارې مسوليت ډير خو صلاحيت کم لري چې د ولس او حکومت تر منځ د واټن زياتوالي لامل ګرځېدلی دی.»

د علمي سيمينار پر مهال د مرکزي زون کمېټې راپور د پروان ولايت سکتوري خدمتونو رئیس محمد علي، د جنوب ختيځ زون کمېټې راپور د پکتيکا ولايت سکتوري رئیس واصف الله واصفي او د ختيځ زون کمېټې راپور د ننګرهار ولايت سکتوري خدمتونو رئيس فضل ربي هميم د پريزينټيشن په بڼه وړاندې کړل.

دغه علمي سيمينار به درې ورځې دوام وکړي، چې پر مهال به يې د څوارلس ولايتونو واليان او نور مسئولين د سيمه ييزې حکومتولۍ پیاوړتيا په موخه به بېلابېل فعاليتونه تر سره او ګټور نظرونه به وړاندې شي.

د ياد علمي سيمينار سربېره د اماني دورې انځورونو، بېلابېلو نورو انځورونو او ښځينه و له لوري د لاسي صنايعو او وطني توليداتو درې نندارتونونه هم جوړ شوي دي.

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د يو شمېر نورو مسئولینو په ملتيا له يادو نندارتونو څخه ليدنه وکړه او د انځورونو جوړونکو او لاسي صنايعو توليدونکو د هڅو قدرداني يې وکړه.



د ۱۴ ولایتونو لوړپوړو مسوولینو ناسته راپورونه ننګرهار
t