د افغان دوست له فابريکې څارنه وشوه

د افغان دوست له فابريکې څارنه وشوه

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، په جلال اباد ښار کې د چاپېريال ساتنې ادارې مسئولينو د چرګانو حلالې او د غوښې بسته بندۍ فابريکې څخه د چاپېرياليزو ستونزو حل په موخه څارنه وکړه.

د چاپېريال ساتنې ادارې مسئولين وايي، چې ياد شرکت ته څېرمه کورنيو د دغه شرکت له لوري د پيدا شويو چاپېرياليزو ستونزو څخه يې ورته شکايت کړی و.

دوی وايي د ياد شرکت مسئولينو څخه يې ژمنه واخیسته، ترڅو تر پنځلس ورځو پورې په خپله سيمه کې د چاپېريال د ککړتيا مخنيوی وکړي.




t