د جګړې پای، د پرمختګونه تضمین دی/ بریالی ویاړ

د جګړې پای، د پرمختګونه تضمین دی/ بریالی ویاړ

کلونه جګړې د افغانستان یو شمېر سیمې له عمده پرمختګونو راګرځولي او ان افغانستان کې داسې سیمې هم شته چې تراوسه پکې د عامه پروژو هیڅ برخه نه ده تطبیق شوې.
داسې نه ده چې ګنې ځینوولایتونو سره د مور او میرې چلند کیږي، هر ولایت هر کال پراختیایي بودجه کې شامل وي او ځانګړې پروژې لري، خو دا چې د ولایت وضعیت ښه نه وي او جګړې پکې دوام لري، هیڅ پروژه پکې د تطبیق وړ نه وي.
عامه پروژې او پراختیا مستقیم امنیت پورې تړلي، هغه ولسوالۍ او سیمې چې امنیتي وضعیت یې ښه وي، خلک له افغان ځواکونو سره همکار وي او د طالبانو پروړاندې یې وسله اخیستې، هغو سیمو کې له تيرو کلونو راهیسې پروژې تطبیق کیږي او ډير پرمختګونه پکې شوي دی.
خو برعکس هغه ولسوالۍ او سیمې چې جګړه پکې دوام لري، خلک له ترهګرو طالبانو سره همکاري کوي، د هر  ډول پروژو څخه بې برخې دي او شاته پاتې دی.
داسې به نه وایو چې خلک له طالبانو سره همکار دي، بلکې طالبان پرې مسلط دي او دوی جرت نه کوي چې دې ډلې ته نه؛ ووايي او ځان ترې خلاص کړي.
که د هرې سیمې خلک طالبانو سره خواخوږي و نه لري، طالبان نه شي کولی زیات وخت یوه سیمه تر کنترول لاندې ولري، لږ ترلږه چې د سیمې خلک اطلاعاتو کې همکاري وکړي او د طالبانو د مرکزونو په تړاو افغان ځواکونو سره مالومات شریک کړي، د دې ډلې زور له منځه ځي.
طالبان یو عذاب دی ، د افغانستان او افغانانو لپاره، له دې عذاب د خلاصیدو یواځینۍ لار د خلکو همت او جرات دی چې طالبانو سره همکاري پریږدي او خپلو افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.
افغان ځواکونه کولی شي چې عملیات وکړي، سیمې ونیسي، خو دا چې خلک همکاري نه وي، طالبان د خلکو کورونو کې پټ کیږي او له عملیاتو وروسته بیا له کورنو راوځي او فعالیتونه کوي.
نو که تاسو ځینو هغه ولایتونوته سفرونه کړي وي چې تېرو کلونو کې یې طالبانوته ځای نه دی ورکړی، هلته به  مو لیدلي وي چې څومره پرمختګونه شوي وي، پوهنه، روغتیا، بیا رغونه، زراعت او مالداري او داسې نورې پروژې په وخت او زمان سره تطبیق شوي چې د خلکو ژوند کې یې مثبت بدلون راوستی دی.
هغه سیمې چې کلونه جګړه پکې شوې او روانه ده،بیا د هر ډول پرمختګ څخه پاتې ده او هیڅ چانس نشته چې وزارتونه او خپلواکي ادارې هلته خپلې پروژې تطبیق کړي.
طالبان ځکه د ټولګټو پروژو مخه نیسي چې فکر کوي، که افغان حکومت دلته پروژې تطبیق کړی د خلکو همکاري او ملاتړ ورسره زیاتیږي او بیا به طالبانو سره همکاري نه کوي.
طالبان ځایي خلکو ته کاذب تبلیغات کوی چې هیڅ ډول خدمات دولت نه شي وړاندې کولی او توپيري چلند کوي، خو برعکس دولت چمتودی چې د هېواد هرې سیمه کې بیارغونه او پرمختګ رامنځ ته کړي، خو طالبان اجازه نه ورکوی.
دا ورځې به تیري شي، انشاءالله ورځ راتلونکې ده چې افغانان به له دې عذاب خلاص شي او بیا به هر ولایت لکه د پخوا په څېر پرمختګ وکړي او طالبان او نورې ترهګرې ډلې به مختورنې وي.




t