له اړتیا زیات ويټامين A مه اخلئ

له اړتیا زیات ويټامين A مه اخلئ

 دا سمه ده چې زموږ بدن ويټامین A ته اړتيا لري، خو ښه دا ده چې د اړتیا وړ ويټامین له سبو او مېوو څخه پوره کړو، هغه هم له سرو، زېړو او نارنجي مېوو څخه. هڅه وکړئ چې په خپل سر د ويټامین A ټابلېټونه ونه کاروئ، ځکه کېدای شي بدن مو ورته اړتیا ونه لري.

 په خپل سر د ويټامین A ګولۍ خوړل کولی شي د ځیګر لپاره نه جبرانېدونکی زیان پېښ کړي. له ډاکټر سره مشوره وکړئ، څو پوه شی چې ایا بدن مو په رښتیا ويټامین A ته اړتیا لري او که نه.

ښايي ډېرې وازګې د ځیګر په سلولونو کې ځای ونیسي او د ځیګر د غوړوالي لامل شي، چې دا خپله د ځیګر لویه ناروغي بلل کېږي.

د وخت په تېرېدو سره کېدای شي ځیګر وپړسېږي، کلک شي او جوړښت ته یې زیان ورسېږي.

ډاکټران دې ناروغۍ ته د ځیګر خوړینېدل وایي.

د وزن زیاتوالی او په کوچنيوالي کې پر شکرې ناروغۍ اخته کېدل، د ځیګر خوړینوالي ته لار هواروي. سالم غذایي رژیم او ورزش کولی شي چې له دې ناروغۍ مو وژغوري.

حميدالله حميدي




t