ویناوالي طریقه، تجزیاتي طریقه

ویناوالي طریقه، تجزیاتي طریقه

د تحریر دوه طریقې دي …….

ویناوالي او تجزیاتي ـ وینایي طریقه یا اسلوب دا دی چې سړی داسې خبره وکړي چې د هغه د خپل ذهن خبره وي، خو د هغه له ذهن بهر یې هیڅ رښتونی مصداق نه وي، مثلا دا ویل چې په لویدیځ کې استشراق ( د ختیځو موضوعاتو علم) امپراتوري حکومتونو ته د تقویت رسیدنې لپاره پیدا شو ـ
دا یوه داسې خبره ده چې ورسره اړین دلیل نه دی شامل ـ

تجزیاتي طریقه او طرز دا دی چې دا وویل شي چې د ختیځپوهانو تصور په هر لحاظ مختلف و ـ د هغې له مخې یې د څیزونو مطالعه وکړه ـ

مثلا هغوی فکر کاوه او پوهیدل چې مذهب د یوې ټولنې ښکارندوی دی د خپل دې تصور له مخې هغوی د مذهب د خبرو توجیهه بیان کړه دا تصور د مسلمانو علماوو د تصور خلاف و ،مسلمان علماء په دې سره راوپاریدل، خو د مسلمانو علماوو د کولو اصل کار دا و چې هغوی د ختیځپوهانو د مذهبي تصور تجزیه د دلایلو په ژبه کوله، د دې اپوټه، هغوی داسې الزامي خبرې وکړې چې استشراق د لویدیځوالو توتیه ده ـ

مسلمانو قلموالو د استشراق ضد ډیر کتابونه خپاره کړي دي ـ خو زما له علم سره سم دا کتابونه د ردعمل بیلګې دي په دوی کې غالبا یو کتاب هم د علمي تجزیې مثال نه دی ـ

نوی استشراق په اصل کې د علمي نقطه نظر لاندې رامنځته شو ـ

په ساینسي طریقه د مطالعه کې څیزونه د معلوم ظواهر له مخې په معروضي توګه سنجول کیږي په دې طریقه د مطالعې کې دا خبره له بحث بهر ده چې په څیزونو د وحې په رڼا کې د پوهیدنې هڅه وشي ـ د بحث دې طریقې علماء د استشراق په اړه په منفي سوچ اخته کړي دي،مګر د منفي سوچ لاندې د استشراق خلاف بیانونه ورکول بې ګټې دي ـ اصل اړتیا دا ده چې د استشراق تجزیه باید د علمي حقایقو پر بنسټ وکړل شي ـ

په دې زمانه کې د تجزیاتي طریقې ارزښت او بیه ده،د ویناوالۍ طریقې هیڅ بیه په دې زمانه کې نشته ـ په دې طریقه کې لیکل شوي څیزونه یوازې د ردونې په ټوکرۍ کې ځای لري.

مولانا وحیدالدین خان




t