د (دهوم ) فلمونو سلسله؛ څلورمه برخه کي به اکشی ولوبیږي

د (دهوم ) فلمونو سلسله؛ څلورمه برخه کي به اکشی ولوبیږي

د هندي سېنما بالیووډ د (دهوم) فلمونو د سلسلي په څلورمه برخه کي به د بالیووډ نوموتي او تجربه کاره اداکار اکشی کومار ولوبیږي، هندي رسنۍ اې ټایمز راپور ورکړي دي، چي د (دهوم) فلمونو د سلسلي جوړونکی دایریکټر په څلورمه برخه کي د بدمعاش رول لپاره دا ځل د بالیوود نوموتی ستوری اکشی کومار ته وړاندیز کړی دي.

هندي رسنیو اې ټایمز راپور ورکړي دي، چي په هندي سېنما کې دا خبري تودې دي، چي د يش راج فلم شرکت په (دهوم ۴) فلم کي د بدمعاش رول لوبولو لپاره اکشی کمار ته وړانديز کړی دی. په راپور کي دا هم ويل سوي، چي اکشی کمار د رجني کانت په فلم (۲.۰) کي د بدمعاش د رول ښه ترسره کول، ادتيه چوپړا خوښ کړي او هم يي دې ته هڅولي دي، چي اوس د خپل راروان فلم (دهوم ۴) د بدمعاش د رول لپاره اکشی غوره کړي.

ويل کېږي، چي اکشی کمار او ادتيه چوپړا ترمنځ ۶ ناستې هم سوي دي او همدا راز نوموړی سره د فلم سکریپ هم شريک سوی ده. اکشی کمار به په دغه فلم کي د جرمونو د نړۍ د يوه ستر بدمعاش رول ولوبوي. هندي رسنۍ وايي، کیداي سي، ادتيه چوپړا او اکشی کمار په ګډه د روان کال په پای کي د دغه فلم اعلان وکړي.

د دهوم په فلمونو په دري نورو فلمونو کي جان ابراهیم ، هرتهیک روشن او عامر خان رول لوبولي دي.

پاته دي نه وي، چي تر دې مخکې د (دهوم) فلمونو د سلسلي په لومړی برخه کي د بالیووډ نوموتی ستوری جان ابراهيم، په دويم کي هرتهیک روشن او په دریم کي بيا عامر خان د بدمعاش رول ترسره کړی و. همدا راز د (دهوم ) په مخکني دري واړه فلمونو کي د اتل رول چي د يو پوليس افسر رول دی، هغه ابيشيک بچن ترسره کړي و. د دهوم مخکني دري فلمونه د ادیته چوپړا ډېر کامیابه فلمونه وه.



بالیووډ فلمي نړۍ
t