د ځنګل کتاب په پښتو ادب کې

د ځنګل کتاب په پښتو ادب کې

ګل رحمن رحماني

د ځنګل کتاب د نوبل ګټونکي لیکوال رودیارد کېپ لېنګ له ۳۵ اثارو هغه مشهور اثر دی چې د ماشوم ادب په برخه کې نړیوال مقام لري او د نړۍ اکثره ژبو ته ژباړل شوی دی.

 پښتانه ماشومان نېکمرغه دي چې د هېواد پیاوړې او د ماشومانو خواخوږې لیکوالې اغلې زرمینې روهي ورته دا کتاب پښتو کړی او دا دي په پښتو ژبه کې هم په تصویري بڼه خپور شو.

په خټه هندی برېتانوي لیکوال رودیارد کېپلینګ په ۱۸۶۵ لمریز کال د هند په ممبيي ایالت کې نړۍ ته سترګې غړولې، پلار یې کشیش و او د خپل ایالات په پوهنتون کې یې د معمارۍ په برخه کې تدریس کاوه.

نوموړی په پینځه کلنۍ کې لیک لوست زده کړ او په ۱۸۷۱ کال کې انګلستان ته د تحصیل په موخه وکوچېده. بخت یې دلته خراب و چې یوه تقاعد شوي بد اخلاقه کپتان ته د روزنې لپاره وسپارل شو، نږدې شپږ کاله د کپتان د هغه د مېرمنې له ناوړه چلند سره مخ و چې په دې توګه یې ډېر تریخ ماشومتوب تجربه کړ.

وروسته یې ژوند ښه شو، خو ماشومتوب ترخه یادونه یې له ذهنه پاک نه شول، په ۱۹۰۷ زېږدیز کې چې ۴۳ کلن و، د ادبیاتو نوبل جایزه ورکړل. ده ته جایزه د تخیل او مشاهدې د اوچت ځواک لرلو په سبب ورکړل شوه او نړیوال شهرت یې وموند. ده ته په یوه حساب لومړۍ انګریز نوبل ګټونکی ادیب هم ویل کېږي.



ماشوم ادب
t