شېران خان خدرزي او ملک مرتضی خان

شېران خان خدرزي او ملک مرتضی خان

د ږوب د دويم بريد په مهال (کال ۱۸۹۰م) د مراڼي قبیلې د خدرزي پښي لوئ غازي او د پرنګي سامراج کلک دوښمن مرتضی خان او د هغه ملګري شېران خان خدرزي ته د بلوچستان د هغه وخت د چيف کمشنر او د ګورنر جنرل جنرل د استازي رابرټ سنډېمن هغه تاریخي ليک په کوم کښې چي له هغه څخه د تسلیمېدو غوښتنه کړې ده خو هغه نه دی تلسیم شوی. (نېټه۳۱ اکتوبر کال ۱۹۸۰ مقام اپوزي) (حواله: کيپټن مېسن ګورنمنټ ریکارډ اصلي متن لاندي موجود دی)
ژباړه: د هند حکومت د شېراڼي قبیلې د خدزيو د پښي په وړاندې د ټولو شخړو او قضیو د هوارولو اجازه کړي ده، زه اپوزي ته د دې لپاره چي دا هر څه د عادلانه توګه او د جوړجاړي له لاري ترسره کړم راغلی یم، نوره ټوله شېراڼي قبيله تسليم شوې او دا وخت د برطانوي حکومت په چوپړ کښي ده، موږ به نوره تاسو ته دا اجازه نه کړو در چي تاسو هم داسي باغيان او سرکښه و اوسئ. د دې لیک د ترلاسه کولو وروسته تاسو (ملک مرتضی خان) او (شېران) او د خدرزيونور ټول ملکان بايد زما کمپ ته ځانونه حاضر کړئ، ستاسو شخړه قضیه به د دې سيمي له دود سره سم د قبائیلي جرګې لخوا هواره او تصفیه شي، ستاسو قبيلي چي د برطانوي حکومت په وړاندي کوم جرمونه ترسره کړي دي د هغو په برخه کښي به د يوې عامي تصفي او روغي جوړي عمل ترسره کېږي، په کوم کښې چي به د ترسره شوو جرمونو او د قبيلي پر حالت غور او فکر کېږي، تاسو باید په مستقبل کښي د ښه چلند د ساتلو په موخه موږ ته کوم منظو شوی يرغمل په لاس راکړئ، د ټولي شېراڼي سيمي څخه به لیدنه او کتنه کېږي، چي چيري هم اړین ؤ هلته به لاري او سړکونه جوړول کېږي، زه د دې ليک او اعلامیې یوه کاپۍ د دېره جاتو د کمشنر له لارې او اصلي کاپۍ د برغه د شېراڼيو (اومک خان) ، (حسن خان) او (کاکړ خان) په لاس دراستوم، زه دا کار ځکه کوم چي ستاسو په ذهنونو کښي کومه غلط فهمي نه شي پاته چي له تا (مرتضی خان)، (شېران خان) او د خدرزي پښي له نورو ملکانو سره څوک خبري کوي، تاسو ته دا نوټس د عظیمي برطانيي د عظيم حکومت لخوا درلېږل کېږي، زموږ حکومت نو هوډ کړی دی چي د څوهړخېل او زاوه درو هغه لرغوني او د قافلو لارې کومي چي برطانوي هند ته له دې سيمي څخه تېريږي دې نه پرېږدي چي ستاسو د سرکشو سرغړونو او خراب چلند له کبله د سوداګريزو موخو او عامو خلکو لپاره تړلي پاته شي.
که چیري تاسو د دې ليک د ترلاسه کولو وروسته زما کیمپ ته نه راشئ او د هغو شرایطو په وړاندي د کومو چي پورته وړاندیز و کړل شو د تسليم لاسونه پورته نه کړئ، نو زه به خپلو حکومتي سرتیرو او فوځي ځواک ته دا مر ورکړم چي د اپوزي او دېر اسماعیل خان لخوا ستاسو په مقابل کښي په فوځي بريد لاس پوري کړي، د دې هر څه زمه واري به بيا ستاسو په غاړه، تاسو به بيا ډېر ژر يوه داسي انجام ته مخامخ شئ چي ټوله نړۍ به مو ننداره کوي”.

✍️ميرحسن اتل

منډیګک



شیرخان معلوماتي
t