پاکستان د سختو لاریونونو کوربه دی

پاکستان د سختو لاریونونو کوربه دی

د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د حکومت خلاف د مخالفو ګوندونو سخت لاریونونه پيل شوي.

لاریونونه له کراچۍ ښار څخه پیل شوي او نورو ښارونو ته هم غځیږي.

د لاریونوالو مشري د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان کوي.

مخکې پوځ د هغه د لاریونونو ممانعت کاوه، خو داسې ښکاري، چې پوځ ته یې قناعت ورکړی وي.

حکومت دا لاریونونه، چې پرضد یې کیږي او د استعفا غوښتنه ورڅخه کوي، د ملي ګټو ضد بللي.




t