له دغو ۸ لارو مو پر ځان باور پياوړی کړئ!

له دغو ۸ لارو مو پر ځان باور پياوړی کړئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

ډېری بریالي کسان، علاوه پر دې چي پر نفسونو باندي باورمن دي؛ پر خپلو استعدادونو او کارونو باور لري. رښتيا دا دي چي، د بریالیتوبونو شتون په انسانانو کي د پر ځان باوري کېدو سبب نه کېږي بلکي له پيله ئې د دغسي پر ځان باوري کسانو په وجود کي ځای نیولی وي. که پر ځان باور و نه لرئ، د شاوخوا کسان مو درباندي شکمن کېږي. کله چي تاسي پر خپلو باورونو او توانايیو باور نه لرئ، نو نور به څنګه پر تاسي باور وکړي؟
له نوو ستونزو سره د مخامخېدو پر مهال بايد پر ځانو باور ولرو. ډارن او هغوی چي د ناامنۍ احساس کوي؛ له خپلي امن فضاء ځني د لېري کېدو علاقه نه لري. خو امن او خوندي محیطونه خورا محدود دي او په ډېري سختۍ سره پیداکېږي. ځکه نو، هغوی چي پر ځانو باندي کافي باور نه لري، په مسلکي زمينه کي هم چنداني پرمختګ نه کوي. دا ځکه چي داسي کارو ته زړه ښه کوي چي په هغو کي اصلاً د پرمختګ او يوې ښې راتلونکي څرک نه ليدل کېږي او د لا زيات برياليتوب له پاره له مساعدو سوو فرصتونو څخه ګټه نه آخلي.
همدارنګه، هغوی چي پر ځانو باور نه لري، د دباندینیو شرایطو ښکار سوي دي. د بریالیو کسانو له پاره، په هیڅ وجه هغه خنډونه چي په پیل کي مهم ورته ایسېدل؛ منعه کوونکي نه ایسي. له تاسو پرته هیڅوک ستاسي غوښتنو ته د رسېدو په لاره کي خنډ نه جوړيږي. بناً را ولاړ سئ او د پر ځان باورمنۍ په لار کي پراته خنډونه لېري کړئ. په یوه بریالي او کامیاب کسب کي اساسي او ډېره مهمه برخه، پر نفس باور لرل دي. او دغه حقيقت منل، افراد داسي لوړو کاري موقعیتونو ته رسوي چي هیڅکله ئې فکر لا هم نه وي کړی.
هر انسان د يوه وړ لارښود په مرسته کولای سي چي پر خپل نفس باور زيات کړي او چي کله ئې يقين ښه پوخ سو؛ په ټول وجود سره هغه احساسوي. اوس هغه ۸ لاري چاري درته بيانوو چي په مټ ئې پر ځان باور پياوړی کولای سئ:

۱٫ ځان ته په صادقانه نظر کتل

غرور او پر ځان متکي توب او باور دوه بېل مفاهيم دي. غرور؛ د ځان په اړه لاپي وهل دي، خو پر ځان متکي توب او باور د کارونو د اجراء کولو له پاره پر خپلو وړتياوو باندي ستاسي اعتقاد او اعتماد دئ. په بل رقم، اعتماد تر سخت کار کولو وروسته ترلاسه کېږي او ډاډمن کسان هم د خپلو ځانو په اړه کافي پوهېږي. هرکله چي د اشخاصو د اعتما کچه د دوی تر وړتیاوو لوړه سي، تېروزي او د خودبینۍ احساس ورسره پیداکېږي. ځکه نو بايد د دغو دوو مقولو ترمنځ پر توپير باندي وپوهېږي. پر ځان باور يو واقعي، حقيقي او عيني مفهوم دئ.
اوس نو، که غواړو چي پر ځان باور بياوړی کړو، بايد د خپل ځان او وړتياوو يوه دقيقه او صادقانه ارزيابي مو کړې وي. که په مجموعو کي د خپلو وړتياوو په اړه د کمزورۍ احساس کوئ، درته لازمه ده چي، د مهارتونو د لا ښه والي او کمزورو ټکو د منفي پايلو کمولو له پاره لا ډېر کار وکړئ. د کمزورو ټکو په صرفنظرولو او يا پر خپلو قوي هغو فخر کولو سره، هيڅکله کمزوري ټکي له منځه نه ځي. بناً پر خپلو پياوړتياوو پوهېده مو په هغه ګڼ مېښتي او رقابتي کارځای کي چي ستاسي ورسره سروکار دئ، له ډېرو بې آساسو انتقاداتو خلاصوي او په دغه ډول پر ځان لازم باور تر لاسه کوئ.

۲٫ (نه) ويل:

د سان فرانسسکو په کالفورنيا پوهنتون کي سوي څېړني ښيي چي هر څوندي د (نه) په ويلو کي ستونزه لرئ، هغوندي مو په سټريس، کاري ستومانتيا او حتی ډيپرېشن کي د ښکېلېدو احتمال زياتېږي چي دغه ټول موارد مو ځان لازم باور کم يا له منځه وړي. پر ځانو باورمن کسان پوهېږي چي د(نه) په ويلو کي مشکل نه ويني او د خپلو منفي غبرګونو او جوابو د تشرېح له پاره د پرځای عزتِّ نفس لرونکي دي.
دوی د (نه) ویلو پر مهال د (( فکر نه کوم وکولای سم)) یا (( ډاډه نه یم)) عبارتونو له کارولو پرهېز کوي او په پوره ډاډ سره بشپړ منفي جواب ورکوي، ځکه باوري دي چي د نوي تعهد نه منل، اوسنیو تعهداتو ته درنښت کول دي ترڅو په بریالیتوب سره د کارونو د عملي کېدو له پاره موقع چمتو سي.

۳٫ تېروتني ومنئ او د مُدیر رضايت ترلاسه کړئ

که د ادارې له مشر سره ښې اړيکي و نه لرئ، دا مو د پر ځان باور له منځه تلو سبب کېږي. کله چي ستاسي مشر همېشه پر کارمندانو انتقاد کوي او د هغوی له همکاریه ګيله من وي، په دغسي حالاتو کي د پر ځان باور لرلو احساس خورا ستونزمن دئ. هڅه وکړئ چي په خپلو اړيکو کي سته ستونزي تشخيص کړئ او داسي کار وکئ چي اړيکي مو لا پسي خرابي نه کړي. که سته اړيکي په رشتيا هم نه راګرځېدونکي وي، کېدای سي ددې وخت راغلی وي چي په خپل کار کي بشپړ تغيرات رامنځ ته کړئ.

۴٫ د کوچنيو برياليتوبونو په لټه کي اوسئ:

د پر ځان باورمنو کسانو دا خوښېږي چي کله د دوئ هڅي کوچنۍ برياوي رامنځ ته کوي، نو دوئ له ځانو سره سيالي پيلوي. کوچنۍ برياوي په مغز کي د آندروژن هورمون تشکيلوي چي دغه هورمون په افرادو کي د انعام او انګېزې مسئول دئ. د آندروژن هورمونو د زياتېدو سره، د تستوسترون په نوم يو بل هورمون هم توليدېږي چي دغه هورمون په راتلونکي کي له ننګونو سره د مقابلې په مقابل کي د فرد پر نفس اعتماد او علاقمندي زياتوي او د کوچنيو برياوو په لاسته راوړلو سره به تر ډېرو وختو پوري پر ځان باور لرونکي اوسي.

۵٫ لارښود ټاکل:

د ځان له پاره يو وړ لارښود وټاکئ چي ستاسي د ښو کارونو ملاتړی وي، تر دغه نو بل هیڅ شی دوندي د پر ځان باورمنۍ احساس تاسي ته نه درکوي. يو غوره لارښود؛ لکه هنداره چي تاسي ته د پر ځان باورمنۍ له پاره لازمه پوهه درکوي.

۶٫ ورزش وکړئ:

د يوې څېړني له مخي چي په شرقي انتاریوی کې سوې وه، په هغې کي داسي راغلي ول چي په پرله پسې ډول د لسو اوونیو له پاره په اونۍ کي دوه واري ورزش کول، په افرادو کي د ټولنيز، علمي او ورزشي لحاظه د لا زياتي وړتيا احساس پيداکوي او دغه افراد د خپل عزتِّ نفس او اندام له وضعيته خوښ وي. سربېره پر دې، فزيکي تغيرات يوازي زموږ پر نفس اعتماد نه زياتوي، بل لا زموږ په بدن کي د آندروفین په نوم يو ډول هورمون هم زياتوي چي ياد هورمون په ورزشکار کي د عزت ِّ نفس احساس لوړوي.

۷٫ پر برياليتوب باندي د افرادو د ظاهري پوښاک اغېز:

دا يو حقيقت دئ چي د افرادو پر آند او فکر باندي د دوئ ظاهري پوښاک خورا اغېز کوي. څېړنو ښوولې ده چي کله خلکو رسمي جامې اغوستي د هغه وخت په پرتله چي عادي جامې ئې آغوستي وي، د خبرو ډول ئې په دواړو وختو کي ډېر توپير لري. بناً که غواړئ چي پر ځان باورمن اوسئ، نو ښايستې جامې واغوندئ. د جامو او کالیو انتخاب ستاسي د شخصيت ښکارندوی او د هغه تصوير لېږدوونکي دي چي تاسې له ځانه ښکاره کول غواړئ.

۸٫ قاطع خو له تهاجمه خلاصه روحيه ولرئ:

پر نورو تهاجم ور وړل د پر ځان باورمنۍ علامه نه ده، بلکي د کنټرولولو نښانه ده او کله چي پر ځان باور نه لرو، ښايي تهاجم راته ډېره آسانه کار و ايسېږي. هڅه وکړئ چي له تهاجمي روحیې او د نورو حقوقو پايمالولو پرته خپل هويت ښکاره کړئ. تر هغو چي له ناامنیو مو دلېري کېدو هُنر مو زده کړی نه وي، پر ځان باور مو نه پياوړی کېږي



فضلي معلوماتي پرځان باور
t