نواز شریف د دوه اونیو لپاره زندان نه خوشې شو

نواز شریف د دوه اونیو لپاره زندان نه خوشې شو

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د سختې ناروغۍ له کبله محکمې د دوه اونیو لپاره زندان نه رخصت کړی.

د شریف کورنۍ د هغه د خوشې کولو لپاره هڅې روانې کړې وې، خو حکومت یې د بشپړ خوشې کیدو مخنیوی کړی او ویلي، چې شریف د ناروغۍ په پلمه د قانون منګولو نه ځان خلاصوي.

د نواز شریف کورنۍ حکومت په قضایي چارو کې د لاسوهنې له کبله غندلی او ویلي، چې د شریف خلاف دوسیه دوی جدي کړې.




t