ډونالډ ټرمپ: شیکاګو افغانستان نه هم زیات نا امنه دی

ډونالډ ټرمپ: شیکاګو افغانستان نه هم زیات نا امنه دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان د امریکا له شیکاګو ایالت سره پرتله کړی او ویلي یې دي د شیکاګو په پرتله افغانستان په مراتبو خوندي او امن ځای دی.

 ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د پولیس افسرانو یوې غونډې ته کړې دي او ویلي یې دي چې ټوله نړۍ د شیکاګو په اړه غږېږي چې دا د شرم خبره ده.

ټرمپ ویلي، شیکاګود جرمونو او د ناقانونه کډوالو د اوسېدنې له کبله مشهور دی او دا د ده حکومت ته د سرټیټۍ او شرم خبره ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې بالتیمور هم د نړۍ په کچه تر ټولو ناامنه ځای بللی و، حتی تر افغانستان یې هم دا سیمه بده بللې وه.




t