سوله؛ د امریکا هم زړه کېږي، هم ساړه

سوله؛ د امریکا هم زړه کېږي، هم ساړه

ف، فایض

له ۲۰۰۱ نه تر اوسه پورې امریکا د طالبانو په باب مختلف دریځونه ونیول. تر کومه چې د اسامه په باب د امریکا دریځ و؛ نو امریکا تر ۲۰۰۱ د مخه هم په ۱۹۹۸ کې په ژوره کې د اسامه پر مرکزونو د هند له سمندره کروز توغندي وتوغول چې کافي مرګ ژوبله یې درلوده، هغه مهال پر اسامه تور و چې د کینیا او تانزانیا په بریدونو کې لاس لري سره له دې چې اسامه هغه ادعا رد کړه. که چېرې امریکا غوښتلای همغه مهال یې هم پر اسامه برید کولای او بالاخره یې پیدا کولای شو لکه د پي پي کې (P.P.K) مشر عبدا… اجالان یې چې پیدا او ترکیې ته وسپاره، خو د اسامه پر خلاف دا عملیات مقدماتي عملیات و چې اصلي خبره په ۲۰۰۱ کې را برسېره شوه.

د ۲۰۰۱ د سپتمبر تر پېښو وروسته امریکا، اسامه سمدلاسه د دې پېښو مسؤول وباله او دا ځکه چې اسامه په افغانستان کې و او امریکا، افغانستان ته د راتلو نیت کړی و. امریکا له همغه وخته تر اوسه پورې نه داسې کومه ادعا وکړه چې طالبانو د ۲۰۰۱ د سپتمبر په پېښو کې لاس درلود او نه یې داسې کوم شواهد وړاندې کړای شول؛ خو طالبان یې پر دې پړه وبلل چې د اسامه کوربانه وو حال دا چې اسامه، طالبانو ته په میراث پاتې و، ځکه هغه د استاد رباني په مشرۍ د مجاهدینو د نیمه واکمنۍ پر مهال له سوډانه، افغانستان ته راوستل شو او هغه پخپله یو داستان و چې امریکا او سعودي پر سوډان فشار واچاوه چې اسامه له سوډانه وباسي، بیا چې د مجاهدینو کوم قوماندانان سوډان ته ولاړل چې اسامه له هغه ځایه افغانستان ته راولي او دا چې هغوی چا هلته واستول دا ټولې معلومې خبرې دي. زه پخپله تر اوسه هم پر دې نه یم قانع شوی چې د «ناین الېون» په پېښو کې د اسامه لاس و او دا ځکه چې اسامه او د هغه القاعده تنظیم دا ظرفیت نه درلود چې امریکا ته دې ولاړ شي او هغسې عملیات دې په بریالیتوب سره ترسره کړي او د ا مریکا غرور دې وننګوي. البته د امریکا ادعا جلا خبره ده چې توافق ورسره حتمي خبره نه ده. تر هغې وروسته امریکا د طالبانو پر وړاندې ډول ډول دریځونه ونیول؛ خو بالاخره یې وویل چې موږ له طالبانو سره کومه ستونزه نه لرو. امریکا خپل عمده دښمن القاعده تنظیم وښود چې مشر یې د ۲۰۱۱ د مې په دویمه شپه په اېبټ آباد کې  امریکا د عملیاتو په نتیجه کې د امریکا په ادعا ووژل شو او مړی یې په سمندر کې واچول شو چې دا ټوله ماجرا فقط یوې ډرامې ته پاتې کېده.

وختونه تېرېدل او بالاخره له مختلفو دریځونو وروسته امریکا دې ته غاړه کېښوده چې له طالبانو سره خبرو ته کښېني. خلیلزاد د امریکا د مرکچي ټیم مشر وټاکل شو چې په دې اړه نه (۹) ناستې ترسره شوې. که څه هم له دې دواړو لوریو نور څوک تر اوسه هم پوره خبر نه دي چې هغوی څه پیتي پخ کړي وو؛ خو په وروستیو شېبو کې د امریکا ولسمشر د خپل یوه ټویټ په وسیله د دې خبرو الغا اعلان کړه او د افغانستان مساله بیا یوه مبهم حالت ته ولاړه. په دې ترڅ کې له ډېر تا ویلي ما ویلي وروسته په (۶/۷/۹۸) نېټه د افغانستان ولسمشریز انتخابات ترسره شول. په دې انتخاباتو کې د مختلفو دلایلو په وجه، ډېر و لږو خلکو برخه واخسته او په هغې پسې هم چې د انتخاباتو کمیسیون کوم غلبېل را واخست ویل کېږي چې د ۸۰۰ زرو په حدودو کې رایې د بطلان خوا ته ولاړې، ولیدل شي چې نور به څه کېږي. که څه هم د ولسمشر غني او ډاکتر عبدا… ټیمونه خو هر یو د بریا ادعا کوي او هر یو وايي چې انتخابات به دوهم پړاو ته نه ځي؛ خو له دې انتخاباتو نه هم هغه د کرېکټ لوبه جوړه شوه چې تر وروستۍ مرحلې پورې یې هم سړی د بریا په باب دقیقه وړاندوینه نه شي کولای.

دا چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو نتایج به څه کېږي، هغه خو به وروسته معلومېږي؛ خو د دې انتخاباتو نتایج لا اعلان شوي نه دي چې زلمي خلیلزاد د سولې د خبرو د بیا پېلېدو په اړه خپل سفرونه او ناستې شروع کړي دي، لومړی یې په اسلام آباد کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ له طالب پلاوي سره وکتل او اوس هغه دی بروکسل ته تللی او د ناټو له مسؤولینو سره یې کتلي، دا د دې له پاره چې په ورځ دوو کې په بروکسل کې د ناټو غړویو هېوادو ددفاع وزیرانو ناسته شروع کېږي چې د افغانستان مساله یې هم په اجنډا کې شامله ده. د خلیلزاد وروستی سفر فرانسې او بیا مسکو ته دی او غواړي چې په دې اړه د هغو هېوادو مشورې هم واخلي. په همدې حال کې د پاکستاني مطبوعاتو له خوا داسې خبرونه هم خپاره شول چې پاکستان پر طالبانو فشار راوړي چې یوه اوربند ته غاړه کښېږدي چې د سولې د خبرو بیا پیلېدو ته زمینه برابره شي.

دا هم لا تر وخت د مخه خبره ده چې دا مذاکرات به څه وخت شروع کېږي؛ خو دا چې مقدمات یې شروع شوي او له بلې خوا اروپایي اتحادیه هم پر دې ټینګار کوي چې باید دا خبرې بیا پیل شي؛ نو د بیا پیلېدو امکانات یې چندان لرې نه ښکاري. په همدې وخت کې په (۲۸/۷/۹۸) نېټه د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر کابل ته سفر وکړ او تر هغه د مخه د جنوبي او مرکزي آسیا له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الېس وېلس هم کابل ته راغله او دا دی په (۲۹/۷/۹۸) نېټه د امریکا د ولسي جرګې مشره نانسي پلوسي هم کابل ته راغله او له ولسمشر غني او اجرائيه رییس ډاکتر عبدا… سره یې وکتل. تر اوسه دا معلومه نه ده چې دا سفرونه د انتخاباتو د نتایجو په اړه دي او که نه کومه بله معامله د تکوین په حالت کې ده؛ خو د دفاع وزیر د خپل سفر په اړه دومره وویل چې د هغه سفر د دې له پاره دی چې کومه سوله ییزه لار پیدا شي؛ خو هغه بیا وویل چې له افغانستانه د امریکایي پوځونو وتل په حالاتو پورې اړه لري او باید له سوریې سره پرتله نه کړای شي.

ښه، اول خو دا مهمه ده چې د افغانستان د انتخاباتو نتایج به کله اعلانېږي او په اړه به یې دریځونه څه وي، خو خصوصاً درې څلور ټیمه خو په دې اړه ډېر جدي ښکاري، حال دا چې انتخابات به یو ټیم ګټي؛ خو دلته اوس حالت دا دی چې د رایو شمېرل لا سم پیل شوي نه وو چې لږ تر لږه درې ټیمونو د بریا ادعاوې وکړې او هر ټیم د انتخاباتو د کمیسیون دنده پر خپله غاړه واخسته، حال دا چې د یوه ادعا هم سمه نه وه، باید رایې وشمېرل شي او نتیجه معلومه شي. دا که انتخابات هر څوک ګټي؛ خو باید نوره د ملي وحدت د حکومت ناکامه تجربه بیا تکرار نه شي او لکه څرنګه چې د افغانستان تېر پینځه کاله ضایع شول، یو ځل بیا د پینځو نورو کلونو د ضایع کېدو زمینه مساعده نه شي. باید دې ته زمینه مساعده شي چې لږ تر لږه په نسبي توګه یو ځواکمن حکومت را منځته شي چې د موجودو ننګونو په کابو کولو کې خپل رغنده نقش ولوبولای شي او هیله ده لکه څرنګه چې امریکا په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کې د افغانستان په انتخاباتو کې مداخله وکړه، یو ځل بیا دا مداخله تکرار نه شي.

اوس که نتیجه هر څه را وځي؛ خو انتخابات تر سره شوي او نوی حکومت به را منځته کېږي؛ خو هیله ده چې یو داسې حکومت وي که څه هم چې د ډېرو لږو رایو په نتیجه کې به را منځته کېږي چې د سولې په رابطه به روښانه دریځ خپل کړای شي. دا هم لا معلومه نه ده چې د طالبانو چرګ دوهمه پښه پیدا کړې او که نه په همغه یوه پښه ولاړ دي چې له امریکا سره خو د خبرو لېوال دي؛ خو له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، تر هغې چې طالبان اوربند و نه مني او له راتلونکي افغان حکومت سره خبرې و نه کړي؛ نو که سوله کېږي هم د طالبانو او امریکا تر منځ به کېږي، که اوربند کېږي هم د همغو دواړو لوریو تر منځ به وي؛ خو امریکا تر اوسه پورې په دې اړه زړه، زړه ده، وینا یې یو څه ده او عمل یې بل څه؛ خو بیا هم نړیوال په دې اړه د ټرمپ یوه بل ټویټ ته په تمه دي وکتل شي چې څه به کېږي؛ ځکه له افغانستانه د امریکا د وتلو او نه وتلو په اړه هر څه د ابهام په پرده کې نغښتي دي.




t