ولس بل «ګډوله لعنت» نه غواړي!

ولس بل «ګډوله لعنت» نه غواړي!

«شفیقي»

د تلې د شپږمې ولسمشریز انتخابات سوکه سوکه داسې لور ته درومي چې پر پایلو به یې د افغان ولس د رایو پر ځای یو ځل بیا د بهرنیو سفارتونو رول او اغېز زیات وي. د دې لامل دا دی چې متاسفانه دغه ملي پروسه نه له درغلیو او لاسوهنو پاکه وه او نه ښه مدیریت شوه، نه مو هغه یاران دومره د خپل هېواد دبرخلیک په کیسه کې دي چې د واک پر سر اصلي رقیبان یادېږي.

د انتخاباتو کمیسیون هم د دې پروسې په بدنامۍ کې ښه ونډه لري، ښه ساری یې د رایو د ډیجیټلي مرکز د قلفونو ماتېدل دي. که هلته د ولسمشرۍ د نوماندانو په قول هککران هم ورغلي وي او که نه هېڅ هم نه دي شوي، پلمو ته، بحران ته، جنجال ته او د یوې ملي پروسې تخریب ته لاره هواره شوه، بهرنیانو ته دا زمینه بیا برابره شوه چې د بحران! د ختمولو لپاره پټ او ښکاره زموږ د ملي برخلیک پرېکړې همدوی وکړي.

یوازې د یاد مرکز د قلفونو ماتول هم نه وو، تر دې وړاندې د بایومتریک دستګاو په تړاو او د ګڼو هغو بدمرغیو په باب چې په دې پروسه کې وې سفارتونو خپلې حکم ته ورته سپارښتنې درلودې او باور مو دی چې د وروستیو انتخاباتو د پایلو په باب به که د ولس سیاسي او ملي کدرونه بې پروا پاتې وي اوس به بیا د همدوی (بهرنیانو) پرېکړې او دریځونه ټاکونکي وي.

اوس که ترسره شوي انتخابات اصولي او مشروع پایله لري باید دا وي چې یو ټیم که هر یو وي باید ګټونکی اعلان شي. نور یې پایلي ومني، دغه ګټونکی که په لومړي پړاو کې وي او که په دوهم پړاو کې خو اصولي پایله چې له انتخاباتو نه راوزي باید همدغه وي.

د ولس وېره دلته دا ده چې بیا به هم د نورو په خوښه ظاهراً د بحران د مخنیوي په نوم څو سره داسې حکومت پرې تپل کېږي چې زموږ ولس یې تېر پینځه کلونه د اور په بټۍ واړاوه.

واقعیت دا دی چې اوس مهال زموږ ولس ته د انتخاباتو پر ځای سوله لومړیتوب ؤ، حکومت ورسره ظلم وکړ، انتخابات یې ترسره کړل، ولس یې په نه ګډون ځواب ورکړ. خو چې انتخابات ترسره شول پر ولس ظلم وشو ارمان ته یې درناوی و نه شو لومړیتوب یې له پامه و غورځېد، اوس به دا بله لویه جفا وي چې د انتخاباتو په پایله کې د بېلا بېلو ټیمونو معجون د دوی پر برخلیک تپل کېږي.

دوه سره یا څو سره حکومت نه یوازې د ولس د رایې سپکای دی بلکې د ولس سپکاوی دی، د دیموکراسۍ سپکول او مسخه کول دي. یوه پینځه کلنه ترخه تجربه مو ولس عملاً ولیدله، د حکومت شریک یاران چې تر ډېره په تېرو پینځو کلونو کې سره ښکر په ښکر وو ومو لیدل چې هر څه یې د کرسۍ او امتیاز لپاره وو او ولس ترې هېر ؤ. دوی د تېر انتخاباتي کمپاین په بهیر کې پر دې اعتراف هم کاوه چې دا یوه ناکامه تجربه وه.

له دومره ستونزو سره به دا له ولس سره تر ټولو لویه جفا وي چې بیا خبره داسې لور ته لاړه شي چې پر څو سره حکومت هوکړه وشي.

هغه څه چې د دې بدنامو انتخاباتو له پایلو یې توقع کېدای شي ښايي د ډېرو په اند همدغه وي چې که خبره بحران ته درومي نو جوړجاړی دې وشي. خو بیا تکراروو چې دا به له ولس سره د ملي خیانت تر کچې لویه جفا وي.

په دې انتخاباتو کې که د پاکو رایو کچه د یو میلیون رایو په شا و خوا کې وي د ګډوله حکومت تر جوړولو یې د انتخاباتو لغوه کول ډېر غوره دي. د اشرف غني ټیم ډېره دغه خبره کوي چې دوی چې انتخابات وکړل معنا دا چې جمهوریت یې وژغوره! آیا دا هم منطق دی؟ دغه ډول انتخابات چې بالاخره ولس بحران ته بوځي جمهوریت ژغوري که یې څېره مسخه کوي؟

موږ په تېرو پینځو کلونو کې ولیدل چې یارانو ته جان کیري د پزې پېزوان ؤ، دلیل یې همدغه ؤ چې یوه لوري د ولس د رایو پر ځای هغه د بهرنۍ مداخلې زېږنده باله چې و هم.

خدای دې وکړي بیا داسې لعنت پر افغان ولس و نه تپل شي، که د ولس په ملي او سیاسي کدرونو کې د هېواد د راتلونکې غم او فکر وي باید سر له اوسه دغه غږ اوچت کړي چې افغان ولس بل «ګډوله لعنت» نه غواړي. که نه وضعه په همغه لور درومي چې خدای مه کړه بیا داسې لعنت را باندې و تپل شي.




t