ترکیې د امریکا سفیر احضار کړی

ترکیې د امریکا سفیر احضار کړی

ترکي چارواکو په پلازمینه انقره کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی.

ویل شوي، چې نوموړی د امریکا د هغې پریکړې په غبرګون کې احضار شوی، چې د سوریې په شمال کې یې د ترکیې بریدونه ډله ییزه وژنه ګڼلې ده.

ترکیې پر دغه عمل توند اعتراض کړی او امریکایي سفیر نه یې وضاحت غوښتی.

امریکا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.




t