مودي: ملګري ملتونه باید اصلاح شي

مودي: ملګري ملتونه باید اصلاح شي

د هند صدراعظم نریندار مودي د ملګرو ملتونو په نړیوال سازمان کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې.

هغه دا غوښتنه سعودي عربستان ته د سفر پر مهال په یوه وینا کې کړې ده.

هندي صدراعظم ویلي: یو شمیر هيوادونه له ملګرو ملتونو سازمان څخه ناوړه ګټه اخلي، چې دا حالت باید بدل شي.

مخکې هندوستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د خپل دایمي غړیتوب پرضد هڅې سختې غندلې وې.

یو شمیر نور هیوادونه او له هغې ډلې افغانستان هم په دغه  سازمان کې څو ځله د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.




t