بلخ: د چاپېریال ساتنې ورځ ونمانځل شوه

بلخ: د چاپېریال ساتنې ورځ ونمانځل شوه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اوزون ملي دفتر د بلخ ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په همکارۍ د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۳۰مه او د لړم په لومړۍ نېټې د (د سړوونکي سکتور د لويو پای کاروونکو لپاره دHFC د بدیلو ګازونو په اړه ورکشاپ) تر عنوان لاندې دوه ورځينی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د دولتي، غیر دولتي ادارو او خصوصي سکتور ۴۵ تنو استازو ګډون کړی وو، چې د اقلیمي بدلون، د اوزون پوړ اهمیت او اغېزمنې انرژۍ په اړه ورته معلومات ورکړل شول.
ياد ورکشاپ د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د اوزون دفتر لخوا د تصديق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.




t