خوست: د ۸۶ میلیونه افغانیو پروژې پیل شوې

خوست: د ۸۶ میلیونه افغانیو پروژې پیل شوې

په خوست د ۸۶ ملیونو افغانیو په ارزښت د حرفوي زده کړو د مرکز او دو نورو مهمو اساسي پروژو چارې پیل شوې.
خوست والي محمد حلیم فدايي ددې پروژو د پرانیستې پر مهال وویل نن په خوست کې د دریو مهمو بنسټیزو پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې په دې کې د حرفوي زده کړو مرکز، په ګلان کمپ کې د وزیرستاني بې ځایه شویو لپاره د یوې لیسې او د ګډوالو چارو ریاست لپاره د ودانیو جوړیدل شامل دي.
د ولایت والي وویل چې دا به وکولای شي، د ګډوالو او د ګډوالو د بچیانو او د خوستیو ځوانانو لپاره چې بې کاره دي او ددې مرکز له لارې به دوی ته د کسب مهارتونه ور وښودل شي، کار پیدا او د خوست په ابادولو کې به رغنده رول ولوبوي.
فدايي زیاته کړه، په دې مرکز کې شل حرفې موجودې دي او په یو وخت به په کې پنځه سوه زده کونکي په زده کړو بوخت وي.
والي وویل چې زموږ ټوله هڅه دا ده، چې د دا ډول پروژو له لارې د هر قشر د بې کارۍ ستونزو ته د پای ټکی کیږدي او په دې پروژو چې نن یې بنسټ ډبره کېښودل شوه، ټول ټال به پرې ۸۶ ملیونه افغانۍ ولګول شي.
خوست والي مراسمو ته د وینا پر مهال د UNHCR له ادارې مننه وکړه، چې د بې کارۍ د لمنځه وړلو په طرف یې د یوې داسې ادارې د بنسټ ډبره کېښوده، چې په دې سره به افغانان هم خپل کور او هم خپل ځان په خپلو مټو او مهارتونو او کسب باندې جوړه وي، چې اصلاً همدا د خپلواکۍ د ساتلو لاره ده، چې په افغاني فکر، پوهنې، بنسټونو او مټو باندې خپل ولایت او هېواد جوړ کړو.
د کار او ټولنیزو چارو رئیس احسان ځدارڼ په خپلو خبرو کې وویل چې پخوا د حرفوي زده کړو د مرکز، د ګډوالو چارو ریاست او د ګلان کمپ لیسې ودانۍ نه درلودې چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو، خو د خوست والي په هڅو مو وکولای شول، چې یادې بنسټیزې پروژې پیل او په دې سره خوست والي هغه ژمنه ثابته کړه، چې د خپل ماموریت د پیل په مراسمو کې یې کړې وه.
د ولایتي شورا استازي قمرعلي لګڼوال په خپلو خبرو کې د خوست د ابادۍ په برخه کې د خوست والي مدیریت او لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل چې په خوست کې په یو او بل پسې د پرمختګونو رامنځ ته کیدل د ولایتي ادارې د مشرتابه غوره مدیریت دی، چې په لږ وخت کې یې مرکزي ادارې خوست ته متوجې او نن دا ولایت د بېلابېلو برنامو شاهد دی.
په خوست کې د UNHCR ساحوي مدیر جنت ګل توتاخېل په خپلو خبرو کې وویل چې د یوې تفاهمنامې په امضا کیدو سره به د ولایت مقام سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکوي او تر څنګ به یې نورې موسسې هم وهڅوي، ترڅو په دې ولایت کې د بې ځایه شویو او ځايي خلکو لپاره پروژې او برنامې پلې کړي.
توتاخېل وویل چې دوی به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د ولایتي ادارې د غوره مدیریت له امله به له ولایتي ادارې سره له نیږدې کار وکړي.
په ناسته کې جنت ګل توتاخېل ته د خپل غوره کار له امله د خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي لخوا تقدیر نامه ورکړل شوه او وروسته د ډبرو په اېښودو سره د حرفوي زده کړو د مرکز عصري وداني، د ګډوالو چارو د ریاست اداري وداني او په ګلان کمپ کې د لیسې د تدریسي ودانیو چارې پیل شوې.




t