ټيک ټاک! اسد مبارز

ټيک ټاک! اسد مبارز

ټيک ټاک (TikTok) چينايې اپليکيشن په ۲۰۱۶ کال کې جوړ او ايله دريو کالو کې له وټس اپ (WhatsApp) وروسته د نړۍ دويم ډير ډاونلوډونکی اپليکيشن شو.

ټيک ټاک د مصنوعي ځيرکتيا (Artificial Intelligence) څخه په ګټه اخيستنه هر کارونکي ته د هغه د خوښې او ذوق سره سمې ويډيوګانې رامخته کوي.

په ۲۰۱۷ کال کې د امريکايي اپلېکيشن ميوزيک لي (Music.ly) په اخيستلو سره يې د هغې کارونکي هم خپل کړ. امريکا د چين او هند وروسته دريم هيواد دی چې ډير وګړي يې ټيک ټاک کاروي.

دوه امريکايي سناتورانو د خپلو ټکنالوژيکي اپليکېشنونو د خونديتوب او ګټو خطر څخه ژغورولو پخاطر نن سنا مشر ته ليک ليکلې چې ټيک ټاک دې وپلټل شي, هسې نه چې د امريکايانو ډيټا چين ته و نه لېږي. خط کې زياتوي چې داعش ياد اپليکيشن د خلکو ذهنيت سازي لپاره هم ډير کاروي, بايد بند شي.

له دې ښکاري چې چين له امريکې څخه په ټکنالوژي کې مخ پر وړاندې روان دی او امريکا د خپل مارکيټ ساتلو لپاره په مختلقو بهانو د چين د ټکنالوژيکي يرمختګ مخه نيسي. څو مياشتې وړاندې يې د هووايي کمپنۍ سره هم ورته ستونزې راپيداکړې وي.

لومړۍ نوټ: زمونږ پښتنو پکې د اله وش, وش, وش او يو دوه, درې, څلور سندرو څخه سم کار واخيست 😀




t