پر ډیورند کرښه د پاکستان تحرکات او زمونږ بې تفاوتي! زردشت شمس

پر ډیورند کرښه د پاکستان تحرکات او زمونږ بې تفاوتي! زردشت شمس

که څه هم د افغانستان پرلپسې حکومتونو او ولسونو دا کرښه له پېله نده منلې خو ترڅنګ یې هغه سیمې چې د ډیورنډ د پلیتې معاهدې راوروسته د افغانستان تر حاکمیت لاندې وې خوندې ساتلو ته هم متوجه وو. د سردار محمد داود خان تر حکومته همدا چاره روانه وه خو د کمونیستي کودتا وروسته د وخت مرکزي حکومت د هیواد په لریو پرتو سیمو په کرار کرار واک له لاسه ورکړو او مجاهدینو چې د پاکستان له ملاتړه برخمن وو یې ځای ونیو. د مثال په ډول کونړ لومړنی ولایت وو چې د وخت حکومت مجاهدینو ته پریښودو. همداراز ورپسې خوست او نورې سیمې
دغه کلونو کې یادې سیمې کاملا بې سرپرسته پاتې شوې. د مرکزي حکومت نشتون او کورنۍ جګړې د ځایی خلکو انحصار پر پاکستان زیات کړو. پاکستان د وضعیت نه ګټه پورته کړه او قبایلي سیمو کې یې خپل نفوذ زیاتول شروع کړل او دغه نفوذ یې د ډیورند دیخوا هم وغزولو. د ډیورنډ دیخوا د مومندو سیمو کې یې ګڼ شمیر ټبرونو او قامونو ته په ټولیزه توګه شناختي کارډونه توزیع کړل. کامه، ګوشته او د کونړ مومندې سیمې حتی شونکړۍ او نورو ساحو پورې یې شناختي کارډونه ورکړل.
بدبختانه د ډیر کم شمیر ملي افغاني فکر خاوندانو پرته ددې سیمو اکثرو مخه ورو، خانانو او ملکانو هم دغه شناختي کارډونه اخیستي.
دا کار دستوري وو او حتا ویل کیږي چې ډیرو کارډونو کې یې د اوسیدو ځای د افغانستان اوسنۍ ولسوالۍ لیکلې د مثال په ډول د اوسیدو ځای ګوشته، یا شونکړۍ او کارت د پاکستان د تابعیت.
د ۲۰۰۱ نه وروسته دغه سیمې ناامنه کړای شوې چې پوځي حضور ته زمینه سازي وشي. ورپسې پوځ راوستل شو. پاکستان خپلې ګټې د امریکا د “تروریزم سره جګړې” (War on Terror ) کې ونغښتلې او د تاسیساتو جوړولو او عملیاتو مصارفات یې هم له امریکا ترلاسه کړل.
اوسمهال پاکستان په زیاتو سیمو کې د ډیورنډ پخوانۍ کرښې څخه هم د افغانستان خوا ته اووختی. تریوه حده دا موضوع د پاکستان سره مطرح شوې خو جدي نده نیول شوې. زمونږ اړخ بیا وایي چې ممکن پاکستان اووایي “راځئ کرښه سره معلومه کړو “ او دا بیا دې کرښې ته د رسمیت ورکولو په معنا دي.
همدې ستونزې پاکستان ته فرصت برابر کړی چې زیاتې سیمې لاندې کړي.
زما په اند مونږ باید هم پر خپل تاریخي دریځ ودریږو چې “دا کرښه په رسمیت نه پیژنو “ او بل پلو پر کرښې د هرقسمه تحرکاتو او بدلونونو مخه هم ونیسو.
د تاریخي موقف ترڅنګ باید د پاکستان سره زمونږ د بلې هرې مذاکرې سرټکی دا اوسي چې مونږ د ۱۹۷۹ یا ۱۳۵۷ نه مخکې حالت غواړو او په تیرو ۴۰ کلونو کې
چې دوئ کوم غصب کړی له دې نه باید پر شا شي.




t