د نجونو د حفظ الصحې ورځ ولمانځل شوه

د نجونو د حفظ الصحې ورځ ولمانځل شوه

د نجونو د حفظ الصحې ورځ داسې مهال ولمانځل شوه، چې لومړۍ میرمنې بي بي ګل، د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر میرویس بلخي، د ښځو چارو او عامه روغتیا وزارتونو معینانو، د یونیسف نړیوالې ادارې استازو، د سویډن کميټي استازو، د ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو حضور درلود.
پوهندوی مجیب الرحمن کریمي څلويښت کلن ناورین، د کورنیو کمزوري اقتصادي حالت او د عامه پوهاوي نشتون د ځوان نسل روغتیا ته نه پام په برخه کې ننګوونکي ټکي یاد کړل.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل”: د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په ټول هېواد کې ۳۶ زره پرمختیایي شوراګانې لري او هره شورا بیا د روغتیا او پوهنې فرعي کميټې لري، چې د دې له لارې مونږ کولای شو، د پوهنې او عامې روغیتا له وزارت سره په ګډه د عامه پوهاوي او نورو روغتیایي اسانتاوو د برابرو په برخه کې مرسته وکړو.”
د کلیو بیارغونې او وپراختیا وزیر زیاته کړه، د یاد وزارت کلیوالي سېمو ته د اوبو رسولو او حفظ الصحې پروګرام توانیدلی، چې له ۲۰۱۶ کال راهېسې ۸۵ زره مېرمنو ته د حفظ الصحې په برخه کې روزنه ورکړي او یادې هرې یوې میرمنې بیا نورو د ۱۰ څخه ۱۵ پورې میرمنو ته روزنه ورکړې، چې ټول شمېر یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱،۲ ميليونه ته رسیږي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د یاد پروګرام له لوري پنځه زره کلي په ۲۲ ولسوالیو کې په پرانېستې فضا کې د صحرا ګشت څخه پاک اعلان کړي او تر ۲۰۲۵ کلي پورې به د ټول هېواد کلي پاک اعلان کړي.
د یادونې وړ ده، چې یاد وزارت د صحي اوبو اهمیت ته پام په د کليوالي خلکو د څښاک اوبه ته د لاسرسي کچه ۵۲ سلنه لوړه کړي، هڅه کېږي، چې په راتلونکيو څو کلونو کې دا سلنه نوره هم لوړه کړي.




t