د نجونو د استعداد پېژندنې علمي او فرهنګي پروګرام ترسره شو

د نجونو د استعداد پېژندنې علمي او فرهنګي پروګرام ترسره شو

د زرنج د نجونو په عالي لیسه کې د زده کوونکو د ذهني پیاوړتیا او استعدادونو دپېژندنې په برخه کې علمي او فرهنګي پروګرام ترسره شو.
په دې پروګرام کې نیمروز والي پوهندوی دوکتور سیدولي سلطان، د ولایتي شورا مرستیال، د معارف رئیس، د اطلاعاتو کولتور رئیس، د بېلابېلو لیسو ښوونکو او زده کوونکو برخه لرله.
پروګرام دقران کریم په مبارکو ایتونو پیل شو، ورپسې دیاد پروګرام چمتوکوونکې سویتا په خپلو خبرو کې وویل، چې دا دویم پروګرام دی، چې د ولایت مقام د لارښوونو په اساس یې د زده کوونکو د ذهني ودې، پیاوړتیا او د دوی داستعدادونو دپېژندنې داحترام په موخه د زرنج په عالي لیسه کې برابروو!
نیمروز والي په خپلو خبرو کې خوښي وښوده، چې د معارف په برخه کې ځانګړي بدلونونه او نوښتونه راغلي او د زده کوونکو د ذهني پیاوړتیا، تشویق او فکري انکشاف لپاره په بېلابېلو لیسو کې مختلف علمي، روزنیز او فرهنګي پروګرامونه په کار اچول شوي دي.
نیمروز والي د پوهنې رئیس ښاغلی مسعود نوري وستایه، چې تل یې د زده کوونکو او ښوونکو د تشویق او علمي سویې د لوړوالي لپاره برنامې جوړې کړي او په خپل ټول توان سره د معارف دانکشاف لپاره کار کوي.
والي وویل، چې داسې علمي او روزنیز پروګرامونه کولای شي، چې د زده کوونکو استعدادونه موږ ته راوپېژني او موږ ته دا مالومات راکوي، چې د زده کوونکو داستعدادونو دتشخیص په صورت کې ورسره په هماغو برخو کې مرسته وکړو، والي وویل، چې زده کوونکو ته باید دمالوماتو په ورکولو کې مرسته ترسره شي، مالومات او ښوونه یو له بل سره نېږدې او نېغ په نېغه اړیکې لري او ښوونه دمالوماتو د لاسته راوړلو لپاره بنسټیزه لار ده.
په یاد علمي او فرهنګي پروګرام کې د زده کوونکو لخوا علمي مقالې، دېکلومه شوي شعرونه، ساینسي تجربې، د لاسي صنایعو نندارتون او دخوړو نندارتون ګډونوالو ته وړاندې شول.




t