د لښکرګا ایمرجنسي روغتون کي یوه مجهزه عملیات خونه پرانیستل سوه

د لښکرګا ایمرجنسي روغتون کي یوه مجهزه عملیات خونه پرانیستل سوه

د ایمرجنسي روغتون مسئولین وايي: د عملیات خوني لپاره ټول وسایل د ایټالیا هیواد څخه راوړل سوي او د نورو پرمختللو هیوادونو په څېر پکښې مهم سهولتونه رامنځ ته سوې دي.

پخوا په ایمرجنسي روغتون کي دوه عملیات خوني وې ، چي اوس د دې نوی ودانۍ په ګټي اخیستني سره دریو ته يي شمیر ورسیدی.

د هلمند ایمرجنسي روغتون ته د هلمند د ټولو ولسوالیو څخه د جګړیزو پېښو اکثره قربانیان د درملني لپاره راوړل کیږي.

ایمرجنسي روغتون د ا یټالیا هیواد له خوا تمویل کیږي ، چي د بهرنیو ترڅنګ د هلمند ډاکټران او روغتیا پالان پکښي کار کوي.

په دې روغتون کي لسګونه کسان بستر دي ،چي اکثریت د جګړیزو پېښو نظامي او ملکي ټپیان دي.

تیره ورځ په دې روغتون کي د دوه عملیاتي خونو ترڅنګ یوه بله عملیات خونه هم پرانیستل سوه.

د هلمند والي محمد یاسین خان وویل: یو کال مخکې يې د هلمند بېړنیو مرستو روغتون مسولینو سره د خدماتو د لا پراختیا برخه کي خبرې وکړي او دادی نن د دریو مجهزو عملیاتو خونو د پرانیستلو مراسمو کي ګډون کوي چي په لوړه کچه پکې نوي او عصري وسایل پکې ځای پرځای شوي دي.

د ایمرجنسي روغتون مسئول وویل: مخکې په دې روغتون کې دوه عملیات خونې وې چي اوس پکې دریمه عملیات خونه هم د یوه کال په جریان کې جوړه سوه چي نوي او پرمختللي وسایل هم پکې ځای پرځای سوي دي.

د ایمرجنسي روغتون د بست روغتون په څنګ کي موقیعت لري ، چي د درملني په برخه کي خاص اصول او مقررات لري ، د دې روغتون له خدمتونو ځايي اوسیدونکي راضي دي ، خو د خدمتونو د لا پراختیا غوښتني کي دي.

 




t