په ۵ ساعته کي د فلم ستورې جينېفر انېسټن فالورز تر میلیون واوښتل

په ۵ ساعته کي د فلم ستورې جينېفر انېسټن فالورز تر میلیون واوښتل

د هالیووډ د ښکلې سېنمايي ستورې جينېفرانېسټن فالورز په ۵ ساعته کي تر میلیون واوښتل او په کمه موده کي د دېرو فالورز پیداکولو نړیوال ریکارډ ماټ کړ. که څه هم په ټولنیزو رسنیو کي د هر سېنمايي ستوري فالورز یعني تعقیب کوونکی تر میلیونو کسانو پوري رسیږي، اما دا ډول ستوري چي په کمه موده کي زیات شمېر فالورز پیداکوي، بیا د حیرانتیا خبره ده.

د هالیووډ سېنما نوموتې اداکارې جينېفر انېسټن پر انسټګرام نړیوال ریکارډ وروسته له هغه جوړ کړ، چي کله نوموړې تازه خپل د انستګرام اکونټ فعاله او خپل یو تصویر يي مینه والو سره شریک کړ، له هغه ۵ ساعته او ۱۶ دقیقې وروسته يي فالورز په چټکي سره تر میلیون فالورز واوښتل.

امریکايي رسنۍ وايي، په دومره کمه موده کي د جينېفرانېسټن د انستګرام د اکونټ د تعقیب کوونکو تر ميلیون اوښتل یو نړیوال ریکارډ دی، چي همدا د ریکارډونو د ثبتولو په نړیوال کتاب یا ګينيز کي هم ثبت سو.

په کمه موده کي د جينېفرانېسټن د فالورز تر میلیون اوښتل نړیوال ریکارډ مات کړ.

د فلم ستورې جينېفرانېسټن د شهزاده هیري او میګن مارکل د اکونټونو هغه ریکارډونه هم مات کړل او په خپل نوم ثبت کړل چي تېر کال يي په ۵ ساعته او ۴۵ دقيقې کي فالورز یو ميلیون ته رسولي وه.



فلمي نړۍ هالیووډ
t