په کندهار کي د سولي تر عنوان لاندي ۸ ورځنی د فوټبال ولايتي ټورنمنټ پيل سو

په کندهار کي د سولي تر عنوان لاندي ۸ ورځنی د فوټبال ولايتي ټورنمنټ پيل سو

د فوټبال ياد ټورنمنټ، چي د ولايت مقام، امنيه قوماندانۍ او فوټبال فدراسيون په ګډه همکاري د کندهار، هلمند، فراه او چمن ټيمونو ترمینځ په احمد شاهي لوبغالي کي په لاره اچول سوي وو، پرمهال يې د ولايت مقام مرستيال، امنيه قومندان، د ولايتي شورا استازي، د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو، د مدني ټولنو استازو، ځوانانو او ګڼ شمېر ورزش کارانو ګډون کړی وو.

 پروګرام ته د پیل په خبرو کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منیب د خپلو خبرو پرمهال راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او ترڅنګ يې د امنيه قومندان څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د ولايتي ادارې سره يې وخت پر وخت په هره برخه کي نه ستړي کېدونکي همکاري کړې ده.

 نوموړي وويل، د دغه ټورنمنټ څخه يې موخه ځوانان ورزش ته هڅول او د هغوئ ترمینځ يووالي او اتفاق په وجود راوړل دي.

 ښاغلي منيب له ټولو ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چي ورزش ته مخه کړي، ترڅو د سالم صحت ترڅنګ له بېځايه کړنو څخه هم راګرځېدلي وي او د ورزش په برخه کي هغوئ ته د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

 د فوټبال یاد ټورنمنټ د لوبغاړو د ځانګړي سپورټي پرېډ په ترسره کیدو او د ولايت مقام د مرستيال او امنيه قومندان لخوا د پټۍ په پرې کولو سره را پيل سو.




t