کرېکټ بورډ د وېسټ‌انډیز خلاف سکواډ په اړه سپیناوی ورکړ

کرېکټ بورډ د وېسټ‌انډیز خلاف سکواډ په اړه سپیناوی ورکړ

کرېکټ د وېسټ‌انډيز کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ملي لوبډلې د کېدونکیو سیالیو لپاره د غوره شویو لوبغاړیو یا سکواډ په اړه بورډ سپیناوی ورکړ.

د دغه سکواډ په اړه په دې وروستیو کې له هېوادوالو سره ځینې پوښتنې راولاړې شوې چې دغو اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره د کرېکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي د غوراوي کمېټې له مشر ښاغلي انډي مولز سره خبرې کړي او په دې اړوند ټولې شته پوښتنې یې ورسره مطرح کړې دي.

د یوسفزي په وینا، د لوبغاړیو د غوراوي کمېټه باید خپلواکه وي او د دوی په کارونو کې باید هېڅوک هم لاسوهنه و نه‌کړي. هغه وايي، د افغان لوبغاړیو د غوره راتلونکې لپاره د غوراوي کمېټې ټولو پرېکړو ته درناوی لري.

هغه وویل، مولز د وېسټ‌انډیز پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لپاره ټول غوره لوبغاړي ټاکلي او هغه دغه کار د افغان کرېکټ د لا پیاوړتیا او روښانه راتلونکې لپاره کوي.

په ورته وخت کې مولز ویلي، د وېسټ‌انډیز پر وړاندې سیالیو لپاره ټول غوره شوي لوبغاړي د دوی فټنس، اوسنۍ کارکردګۍ او تخنیکي اړخونو ته په پام سره غوره شوي او په همدې اړه یې د ځینو لوبغاړیو د لوبو، کمزوریو او ځانګړنو په اړه څرګندونې کړې دي.




t