تر اوسه مو بې سره ماشوم ليدلی؟

تر اوسه مو بې سره ماشوم ليدلی؟

د طب په نړۍ کې کله کله د زېږون پر مهال جالبې پېښې رامنځته کېږي، اوس يوه داسې پېښه رامنځته شوې چې خپله طبيبان هم ورته هک پک دي.

تاسې به نوي زېږېدلي ماشومان ډېر ليدلي وي چې د چا په سر، پښو، لاس او د بدن په نورو غړیو کې ستونزه وي، خو په پرتګال کې یو ماشوم زېږېدلی چې څېره یې نه‌شته.

د غیر دولتي رسنیو د مالوماتو له مخې، په پرتګال کې یوې ښځې داسې ماشوم زېږولی چې نه یې د پوزې، نه د سترګو او نه هم د دماغو برخه شته.

رسنۍ لیکي، د دې ماشوم تر پیدايښت وروسته د ماشوم حالت سخت د اندېښنې وړ دی او اوس‌ مهال د یوه سیمه‌یز روغتون په خوندي ځای کې ساتل کېږي.

د دې ماشوم مور او پلار وايي، د ماشوم تر پیدایښت څو میاشتې وړاندې یې معاینه کړې وه چې په پایله کې یې ماشوم روغ رمټ ښوول شوی و، خو اوس داسې ستونزه پیدا شوې ده چې د ماشوم څېره نه‌شته




t