ټکنالوژۍ کې نوښتونه رامنځته کېږي

ټکنالوژۍ کې نوښتونه رامنځته کېږي

نړۍ اوس د ټکنالوژۍ سره وصل ده او تقريبا ډېر کارونه د ټکنالوژۍ په وسيله سرته رسېږي. خو ساينس پوهان خبر ورکوي چې راتلونکي ميلادي کال کې به نړۍ کې ټکنالوژۍ کې ډېر نوښتونه رامنځته شي.

ساینس‌پوهان وايي، د ټکنالوژي د دې پر مختگونو یوه برخه په ٢٠٢٠ مېلادي کال کې بازار ته راشي او د انسانانو په ژوند کې به د پام وړ بدلونونه را منځ ‌ته کړي.

په دې برخه کې د اټوماټیزېشن یا خودکار کليمه ډېره زیاته دود شوي او د محاسبې، روباټ جوړولو او د اطلاعاتو د راټولولو او ذخیره کولو کې ترې کټه اخلي.

ساینس‌پوهان په دې باور دي چې د ٢٠٢٠ کال په گډون په راتلونکو کلونو کې به د اټوماټیزېشن یا خودکاري مفهوم نور هم پر مختللو ټکنالوژیو ته داخل شي او د انسانانو په ژوند کې به ښه بدلونونه راولي.




t