وایي چې …

وایي چې …

يو وزير د غلامانو پلور ځای ته ورغی تر څو يو غلام واخلي او ازاد يې کړي ، وزير يو غلام ته ودرېد
او په مخ يې لاړې ور توف کړې ، غلام سرښکته کړ او وزير ته يې احترام وکړ.

وزير بل غلام ته ودرېد او په مخ يې کلکه څپېړه ورکړه، غلام لاس پورته کړ وزير ته يې هم کلکه څپېړه ورکړه.

وزير وويل دغه غلام اخلم او ازادوم يې.

نوکرانو يې وزير ته ووېل: وزير صيب کوم غلام چې تاته احترام وکړ هغه دې پرېښود او کوم غلام چې څپېړه درکړه هغه ازادوې؟

وزير وويل: هغه غلام چې ماته يې څپېړه راکړه د هغه په سر کې د ازادۍ فکر وو ، باید غلام پاتې نشي او هغه چې ماته يې احترام وکړ د هغه په سر کې د غلامۍ فکر وو، باید همداسی غلام پاتې شي.

پايله: که هر څوک يې، په هر حالت کې يې فکر د ازاد انسان کوه چې ازاد وګرځې.

نه يو غلام يا چاپلوس .

ځکه الله (ج) هم غيرتی انسان خوښوي…

سيد رفيع الله قلم

کتاب ( سل کیسې، سل رازونه)




t