له دغو لسو علمي لارو مو حافظه پياوړې کړئ!

له دغو لسو علمي لارو مو حافظه پياوړې کړئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

دا حقيقت دئ چي د سِن په زياتېدو سره حافظه کمزورې کېږي. نو څه وکړو، همداسي لاس تر زني ورته کښېنو؟ او د له منځه تلو غم ئې و نه خورو؟ نوي څېړني ښيي چي کولای سو خپله حافظه تر يوه حده پياوړې وساتو. په دغه اړوند څو علمي لاري چاري لاندي ذکر کېږي:

فعاله حافظه مو لا ډېر تفکر کولو ته وهڅوئ!

زموږ فعاله حافظه د ياداښت هغي کتابچې ته ورته ده، چي موږ پکښي مؤقتاً نوي معلومات ساتو. کله چي تاسي له يوه کس سره او يا له يوه ځایه د ليدو نيت لرئ، د هغه کس/ځای د نوم په محضی اورېدو سره ئې معلومات خپلي فعالي حافظې ته استوئ. که مو بل وخت دغو معلوماتو ته اړتيا نه لرله، نو دماغ هغوی ډیلیټوي خو، که مو بل وخت هم ياد معلومات په کارېدل؛ نو بيا له فعالي څخه اوږدمهالي حافظې ته لېږدول کېږي. فعاله حافظه دا ده چي په ورځنۍ توګه ورڅخه ګته آخلو، نو که پياوړې وي؛ ورځنی ژوند به مو ډېر هوسا او راحته وي.

فهرستونه په ياد کړئ

د فهرستونو په یادول یوازي زموږ د حافظې په پياوړتيا کي نه، بلکي زموږ د ژوند له پاره هم ګټور دي. د فهرستونو په یادولو ډېري لاري سته، مثلاً د خلکو د نومونو لِست د حيواناتو يا شمېرو له يوه لِست سره يوځای کړئ. په دې ډول کله چي د هماغه حيوان نوم اورئ؛ د هغه کس نوم مو دماغ ته درځي.

ورزش وکړئ

د موږکانو او انسانانو پر مغزونو ترسره سوو څېړنو ښوولې ده، چي منظم ورزش د حافظې له بهبود سره مرسته کوي. دغه څېړني ښيي چي د سِن په زياتېدو سره د انسان حافظه کمزورې کېږي، په خاصه بيا چي ورزش هم نه کوي.

ذهني لوبي وکړئ

کولای سئ د حافظې د پياوړتيا له پاره د جدول، شطرنج او… لوبي وکړلي سي؛ دغه لوبي مو فکر متمرکز او ذهن مو پر يوه وخت يوه شي ته را اړوي.

کافي خوب وکړئ

کافي خوب کول د ښې او پياوړي حافظې درلودلو له پاره خورا مهم دئ ان که يوه سترګه خوب هم وي.
ورځني مهم خبرونه او معلومات مو په دماغ کي درسره ثبت کړئ!
روزانه مو په دماغ کي د ورځي مهم مسایل ثبتوئ. دا کار د حافظې په پياوړتيا کي خورا اغېزناک دئ؛ او تاسي کولای سئ چي له کوره دباندي چي له چشي سره مخامخېږئ، د هغو ياداښت وآخلئ او بيا ئې په کور کي تر نظر تېر او ذهن ته وسپارئ.

له طبيعت سره یوځای سئ!

د حافظې د پياوړتيا له پاره ځیني طبیعي تداوۍ ته. طبیعي بوټي د مغز عملکرد او عصبي سیسټم پياوړی کوي. رزماری (Rosemary) یو ډول نبات دئ چي د حافظې له پياوړتيا سره خورا ډېره مرسته کوي. همدارنګه له طبیعي منظرو او ځایو څخه ليدنه کول هم د حافظې له پياوړتيا سره ډېره مرسته کوي.

د نورو موټرانو په منځ کي خپل موټر پيداکړئ:

فرض کړئ په يو لوی پارکینګ کي مو موټر درولی دئ. آیا په دغسي حالاتو کي په آسانۍ سره خپل موټر پيداکولای سئ که يا؟ دا کار څو واره وکړئ او هر وار تر مخکیني هغه په چټکۍ سره خپل موټر پيداکړئ.

ګلونه بوی کړئ

ښايي تاسي ته به عجيبه برېښي، خو د ګل ګلاب ګل ته ورته د يو شمېر ګلانو بويول د حافظې له پياوړتيا سره فوق العاده مرسته کوي.

نوې ژبه زده کړئ

د حافظې د پياوړتيا له پاره يوه بله ښه لاره د يوې نوي ژبي زده کول دي. دا کار مو که له يوه اړخه حافظه پیاوړې کوي، له بله اړخه يو نوی مهارت زده کوئ او نن سبا دا دوني ګران کار هم نه دئ؛ د نوي ژبي زده کولو له پاره ثبت سوي ډي وي ډي ګاني، پرليکه کورسونه او… درسره مرسته کولای سي



حافظه روغ صحت روغتیا
t