زابل لپاره درې تفصیلي او سټراټیژیک پلانونه منظور شول

زابل لپاره درې تفصیلي او سټراټیژیک پلانونه منظور شول

د ښار جوړولو او ځمکوت وزارت وايي، زابل ولایت لپاره درې تفصیلي او سټراټيژیک پلانونه منظور شول.

دې مراسمو کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمد جواد پیکار د زابل والي رحمت الله یارمل، د زابل د علماو شورا رئیس، د ولایتي شورا مرستیال، د جمهور ریاست سلاکار او د زابل ولایت یو شمېر مشرانو حضور درلود.

د دغو پلانونو له ډلې یو په قلات ښار کې پر ۳۰۹ جریبه دولتي ځمکې باندې د قهرمانانو په نوم د شهیدانو کورنیو لپاره د یوه ښارګوټي تفصیلي پلان دی چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا جوړ شوی دی.

په دغه ښارګوټي کې ۶۷۲ استوګنیزې نومرې شته دي چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو شهیدو سرتېرو کورنیو باندې وېشل کیږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پر یاد تفصیلي پلان سربېره پر ۲۱۱ جریبه دولتي ځمکې باندې د زابل ولایت د پوهنتون تفصیلي پلان هم ډیزاین کړی دی.

دغه پلان کې پر لسو پوهنځیو سربېره، اکاډمیک، سپورټي، خدماتي او شنې ساحې، کتابتون، اډیټوریم، وړکتون او د کرنې فارم ته هم ځای ورکړل شوی دی.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په ورته وخت کې د زابل مرکز قلات ښار لپاره سټراټیژیک پلان هم منظور کړ. دغه پلان کې د قلات ښار راتلونکیو شلو کلونو اړتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

محمد جواد پیکار، یاد پلانونه د قلات ښار منظمې پراختیا لپاره مهم وبلل او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري پروګرام جوړونې عمومي ریاست ته دنده ورکړه چې ژر تر ژره دې قلات ښار ته یوه تخنیکي ډله ورولیږي، څو د سټراټیژیک پلان په رڼا کې د تفصیلي پلانونو جوړولو سروې چارې ترسره کړي.

د ویلو ده چې د زابل ولایت چارواکي او مشران د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمد جواد پیکار څخه په مننې د زابل ولایت منظمې پراختیا په تړاو د نوموړي له هڅو ستاینه وکړه.



زابل قلات وزارت پلانونه
t