ننګرهار: د کرنې څېړونکو لپاره برېښنايي کتابتون جوړ شو

ننګرهار: د کرنې څېړونکو لپاره برېښنايي کتابتون جوړ شو

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګرین (Grain) پروژې له لوري د کرنې په برخه کې د څیړونکو لپاره د چارو د اسانتیا په موخه ډیجیټل کتابتون جوړ او عملاً یې چارې پیل کړې.

د یاد ولایت د رسنیو مرکز لیکي؛ د ګراین (Grain) پروژې مسئول استاد نور علي نور وایې د دغې پروژې موخه د غنمو د کیفیت لوړوالی دی ، چې په ترڅ که به یې څیړونکو ته د ښه کار زمینه برابره کړي چې د دغه ډیجیټل کتابتون پرانستل یې یوه برخه ده.

نوموړی وایې اداره یې د څیړنکو لپاره زمینه برابروي ترڅو د دوی ترسره شوې څیړنې په نړیوالو ژورنالونو کې چاپ شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس انجینر سمیع الله نصرت د دغه کتابتون پرانیسته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو، پوهنتون او انستیتوت استادانو او محصلینو لپاره د څیړنې په برخه کې ګټور ګام وباله .

ښاغلي نصرت د ګرین پروژې په مثبتو چارو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د چارو د ښه والي او بهبود په موخه هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

همدا راز د ( Grain) پروژې مسولینو له لوري د ډیجیټل کتابتون په تړاو دوه ورځینی ټرټرايننګ د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تحقیقاتو د برخې کارکوونکو، ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي او کرنې انستیتوت استادانو لپاره پیل شو چې په ترڅ کې به یې په دې تړاو بشپړ معلومات شریک شي.



برېښنايي کتابتون ننګرهار
t