څوک به د اشرف غني ځای ناستی وي ؟

څوک به د اشرف غني ځای ناستی وي ؟

لیکنه: اکبر شیر

د کاکتوس خپرونه کې داکټر صیب احدي د دریو یارانو خاطری بیان کړل چې د لیبنان – بیروت په امریکایي پوهنتون کې یو ځای تحصیلاتو ته تللی و او اوس په نامتو سیاسي څیرو بدل شوي یو خپله ډاکتراحدي بل ډاکټرخلیلزاد او دریم ډاکټرغني خو په سیاست کې دوي سره ملګري نه و سره لدی چې ظاهرآ دریواړو په دیپلوماټیک مزاج د ملګرتیا دعوه کوي.
یو بل د بیروت تعلیمیافته خو تته څیره د بریښنا د برخی ډاکټر همایون قیومي(د مالیی اوسنۍ سرپرست وزیر) تازه میدان ته دانګلی چې دا ټول د زاړه نسل د دور شخصیتونه دي.
ډاکټر غني ۲۰۰۹ کې له یوی ناکامی تجربی وروسته بیرته ظاهرآ اکادیمکو کارونو ته مخه کړه یعنی د کابل پوهنتون ریاست خو په حقیقت کې اصلي او مهمه دنده یې په (ISE) د دولتونو د غیزمنتوب انستیتیوت کې وه چې د نوموړي شخصیت یې نړیوال کړ او ښاغلی قیومي یې په یاد انستیتوت کې یو له نیږدي او با اعتماده ملګرو څخه و.
غني له ۲۰۰۹ کال وروسته دا اماتورسیاستوال په غیر سیاسي خوب ویده شو، او کله چې د ښاغلی کرزی په لاسلیک د انتقال د پروسی مشر شو سیاسي ریاضیت یو ځل بیا د هغه په دماغ کې ځای ونیوه او دا بخښل شوی دنده یې د بی لګښته کمپاین لپاره یو مناسب فرصت وباله.
د انتقال په پروسه کې ورته ثابته شوه چې ارګ ته د ننوتلو کلي جنګسالارانو سره ده او دا ځپل به د دوی په دهلیز ارګ ته ننوزی. په ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې یې ګډون وکړ خو پایلی جنجالي شولی او بلاخره نوموړی د یو توافقي پاڼۍ په لاسلیکولو سره د روم دوه قونسله جمهوریت ته تن کیښود او ولسشمر شو ډیرو ملګرو یې ملګرتیا ته شاه کړه حتی د ټیم ملګرو یې خو غني دی مسلی ته ډیره پاملرنه ونکړه. کله چې د قدرت خوند یې ولید نو دوهمی دوری ته یې هم پلان جوړونه وکړه او دا ځل شعار یې ځوانمحوري وه یا په بل عبارت پر ځوانانو د سرمایه ګذاری(قمار وهلو) تیوري یې مخته کړه. او عملآ یې پدی برخه کې یو لړ کړنی تر سره کړل لکه د ځوانانو ګمارنه، ارګ ځوانول، ځوانو سلاکارانو یو کلکسیون جوړول او…….
د ۳D رشتی ډاکټر حمدالله محب ګمارل په ۲۰۱۵ کال په لوړ دیپلوماتیک منصب کې ګمارل او ترڅنګ یې د جهاد دویم نسل(جهادي شهزادګان) لکه صلاح الدین رباني، متین بیګ تر نصرت ارسلا پوری ګمارل هم شامل و.
په دوهمه قدمه کې د فولبرایټرانو ګمارل شروع شول چې یو شمیر یې د فساد اتلولی ته ځانونه ورسول.
د ځوانانو د لید محدوده دایره یواځی همدا انځور لیدل او ورو ورو د غني ځوان ملاتړي په ډیریدو شول آن تردی چې دا حرکت د زاړه نسل سره څخه په یو نفرت بدل شو او دی کار کې د غني دغه جذاب شعار (مننه کوم چې ما پڅیر شپیته کلن سړی مو په ځوانانو کې حساب کړ) ډیر کش پیدا کړ او د یوه پروپاګنډیز حربی په توګه تری کار آخیستل کیده. ټولو ځوانانو فکر کاوه چې راتلونکی ولسمشر به یو ځوان کس وي ځکه نو په ارګ کې دننه ځوانو کرکټرانو ضیالحق امرخیل، نجیب آزاد، ف ـ فضلي او حمدالله محب هریوه د اشرف غني دوهمی دوری وروسته د راتلونکی ولسمشری خوبونه لیدل، او دا د دی سبب شو چې هر یوه له دوی څخه ټول وسایل پکار واچوي ترڅو ډاکټر غني لمړی روند کې بریالی کړي خو.
نور بیا……



شیر لیکنه ځای ناستی
t