شپنۍ کيسې وژړولم، ژړوي مو!

شپنۍ کيسې وژړولم، ژړوي مو!

د شپې شاوخوا ۸:۳۰ بجې وې، له کوره کوڅې ته ووتم. يو ۸ کلن ماشوم مې خواته راغى، ژړل يې ويل يې کاکا ما کور ته بوځه کور مې لرې دى ما يې اوښکې پاکې کړې ورسره روان شوم.
مال بچى په دې وخت دې دلته څه کول؟
ويل يې کاکا ښار کې رېکشې ډکووم په ژړا شو زما له ښپو يې لاسونه چاپېر کړل سلګو نيولى و. ويل يې نن مې ۸۰ روپۍ ګټلي، چې ۱۵۰ روپۍ نه وي پلار او مور مې وهي.
زما له سترګو ورته اوښکې روانې شوې، مال بچى پلار ته به دې غږ کړې، چې زه ورسره خبرې وکړم.
ويل يې نه کاکا بيا مې وهي، ټول به ويده وي موږ وخته ويده کېږو.
دې خبرې يې لاورپولم، چې په وړه خوله يې وويل (کاشکې مې خپله مور ژوندۍ وى).
کور ته يې ورسيدو دروازه يې بنده وه، هلک د دروازې لاندې کور ته داخل شو زه ورته يو شېبه منتظر پاتې شوم، تر لسو دقيقو مې د چوپې چوپتيا انتظار په لمدو سترګو وکړ.

درنو پلرونو!
خپل بچيان ترهګران مه لويوئ، وږي نه پاتې کېږئ د رزق وعده الله تعالى کړې ده. دا خپله ټولنه په همدا ډول بچيانو مه ننګوئ.
متوجې اوسئ!

رښتينې
ليکنه: علي شباب



ادب شباب شپنۍ کیسې
t