څوک به د اشرف غني ځای ناستی وي ؟ – د تیری برخی په ادامه…

څوک به د اشرف غني ځای ناستی وي ؟ – د تیری برخی په ادامه…

د داکټر محب د تقرر سره هممهاله د ډیلی دیموکرات په لیکنه داکټر قیومي چې د ولسمشر مورد اعتماد ملګری دی د یو امریکایي پوهنتون( سن خوزه) څخه استعفاء کوي. دا کار یو لړ پوښتنی را ولاړوي چې څنګه ډاکتر قیومي یو دومره مهم منصب امریکا کې پریږدی او په بدل کې د ولسمشر سلاکاری ته ترجیع ورکوي؟
د مالیی ویپپاڼه چې د داکټر قیومي ژوندلیک خپورکړی له سن خوزه پوهنتون څخه د نوموړي د تقاعد مسله مطرح کوي خو ډیلی دیموکرات دا کار استعفاء لیکي.
زه فکر کوم چې ډاکتر قیومي یوازی د سلاکاری لپاره افغانستان ته ندی راغلي بلکی د دی لپاره رابلل شوی و چې د دویمی دوری له پای ته رسیدو وروسته چې ډاکټرغني به یې پا اصطلاح ګټوونکی وي قیومي د هغه تشه ډکه کړي، چې دی سره به له یوی خوا (ISE) د یو کامیاب انستیتیوت څیره خپله کړي او له بلی خوا به د افغانستان سیاسي واک د نوموړي نهاد په ولکه کې پریوځي، ځکه نو ښاغلي ولسمشر نوموړي ډاکټر افغانستان ته غواړي ترڅو د افغاني سیاست له مزاج سره ځان عیار کړي.
باید وویل شي هغه ډله ځوانان چې لاهم خوب د ولسمشر دویمی دوری وروسته د ولسمشری خوبونه ګوري د قیومي لپاره یو چیلنج دی په تیره بیا چې یو بل زیرک ځوان یا د شمال ټلوالی مغزمتفکر( امرالله صالح) دولتي ټیم ته داخل شو او مخکی له ټاکنو د لمړي معاون( جنرال دوستم) ځای د هغه له غیابت وروسته ډکه کړی او ورو ورو خپل ټول حریفان(محب، فضلي او امرخیل) یې شاته کړل خو د ولسمشر ځای ناستي توب لا هم د بزکشی د سیالی د مړه میږی حیثیت لري.
د ولسمشر شیوه د کار د جومات امامانو شیوی ته ورته ده امامان خپل ځای ناستی ته اول آذان ورزدهکوي، منبری ته یې پورته او ښکته کوي او هرځای یې صفتونه کوي چې دا شیوه غني هم کاروي یعنی خپل مورد نظر کس ته ډیری مهمی او کلیدي دندی وسپارلی نو دا کار یې محب، صالح او قیومي سره هم وکړ یعنی سفارت او وزارتونه یې دوی ته وښودل.
زما له انده ولسمشر پدی دریو کسانو کې یو انتخاب لري هغه ډاکټر قیومي دی ځکه صالح ته واک سپارل پدی معنی ده چې د ډاکټر عبدالله په څیر د یو حلیم سړي پر ځای یو سرکش شخصیت سره شراکت کول ګران دی چې اوس د غني ټول رګونه پیژني.
محب لا دومره مناسب اندام نلري چې د یو دریمی نړۍ هیواد د ولسمشری جامه یې پر تن برابر وي نور ځوانان چې مخکی ‌ذکر شول پدی ګیم کې ځای نلري.
نو قیومي د غني لپاره مناسب شخصیت دی او یوازی غواړي د ځوان محوری د تیوری پر بنسټ یاده ځوانه ډله ځوانان یوازی د قیومي د بریالیتوب لپاره د ارګ په متن کې وساتي.
د نتیجی په ډول باور می دادی چې پدی لوبه کې قیومي زیانمن کیږي په لاندی دلایلو:
۱ – د قیومي مخالفینو کې یو دوه داسی دي چې پوره استخباراتي تجارب لري او په اوپراتیفي لوبو پوهیږي.
۲ – دوی د ولسمشر سره په ملګرتیا کې د هغه له پټو ارشیفونو خبر دي.
۳ – دوی د ولسمشر په څیر په تکنوکراتیکو لوبو پوهیږي او شاید بهرني ملاتړی هم ولري لکه روسیه، امریکا او برتانیه.
خو دی ټولو خبرو باندی هله خبری کولای شو چې کله د اوسني ټاکنو پایلی د ولسمشر غني په ګټه وي. خو دا په پوره یقین وایم که ولسمشر ټاکنی هم وګټي تر هغه وروسته به هم د ولسمشر غني انتخاب یو ځوان شخصیت نه وي یا به قیومي وي او یا به د بیروت پوهنتون یو بل (X) فیګور وي.

لیکنه: اکبر شیر



افغانستان اکبر لیکنه
t