د مالیې وزارت د کړنو راپور ولسمشر ته وړاندې شو

د مالیې وزارت د کړنو راپور ولسمشر ته وړاندې شو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د مالیې وزارت له رهبري پلاوي سره په کتنه کې، د یاد وزارت د کړنو راپور او پلانونه واورېدل.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د مالیې سرپرست وزیر ډاکتر محمد همایون قیومي د بودجې د مصرف او د عوایدو راټولولو دڅرنګوالي په اړه خپل راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ.

همداراز د مالیې وزارت سرپرست د راتلونکي کال د بودجې جوړولو او په راتلونکو دوو میاشتو کې د بودجې د مصرف په اړه چې ۱۳۹۸ مالي کال پای ته رسېږي، د وزارت د تیاري او پلانونو راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ.

جمهوررئیس غني د راپور تر اورېدو وروسته د مالیې وزارت له کارونو خوښي وښوده او د یاد وزارت مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د عوایدو راټولولو او مصرف په برخه کې د هیواد له ټولو والیانو سره لازمه همغږي وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د عادي او انکشافي بودجې د مصرف او عوایدو راټولولو په برخه کې د مالیې وزارت برنامې او اقدامات د ستاینې وړ دي



افغانستان راپور راپورونه، سیمه او نړۍ مالي وزارت
t