ښکلي دروغ – عبدالستار سعادت

ښکلي دروغ – عبدالستار سعادت

رستورانت کې ناست وم، ناڅاپه یو کس راولاړ شو او په هیجاني انداز یې غږ وکړ: د خدای شکر ادا کوم چې وروسته له لسو کلونو یې ګلالی زوی راکړ. خلکو ورته لاسونه وپړکول او مبارکیانې یې ورکړې. بیا یې ټولو باندې غږ وکړ: غواړم نن ستاسې پیسې زه ورکړم، هیله ده راته “نا” ونه وایاست او زه به ډېر خوښ شم که هر څوک د خپلې خوښې خواړۀ راوغواړي او تر نورو ورځو زیاته ډوډۍ وخوري، دا به مې ویاړ او د ژوند خاصه خاطره شي.
یوه اونۍ وروسته مې په سینما کې یوه اشنا څېره تر سترګو شوه چې یو ماشوم ورسره دی. کوچنی دې کس ته “پلار جانه” غږ کوي او دا سړی یې هم زوی بولي. سړی هغه د رسټورانت والا و چې زمونږ د یوۀ وخت پیسې یې ورکړې وې.
همدا چې سینما نه بهر ووتو، ومې دراوۀ. ماشوم نه مې لږ ګوښه کړ، ورته مې وویل: څه دروغجن او ځان ښودونکی بنیادم یې. مګر تا خو وویل لس کاله وروسته خدای اولاد درکړ او ته دا دی اوه کلن زوی لرې.
سړي راته کړل: هو! دروغ مې وویل، مګر ځان ښودنه مې نه ده کړې. همدا یې وویل او وخوزېدۀ. زه لا غوسه شوم، په دوه چټکو ګامونو مې ګیر کړ او له اوږې مې راټینګ کړ: تا څه ضرورت درلود چې دروغ ووایې او هسې ځان لوړ وښایې؟
سړی یو سوړ اسوېلی واېست: هغه ورځ زما د څنګ مېز باندې یو بوډا سړی ناست و او مېرمن یې هم ورسره وه. سړي خپلې مېرمنې ته وویل: څومره ښکلی رسټورانټ دی او په کې ډول، ډول خواړۀ دي، مګر مونږ په کې یوازې یو سوپ خوړلی شو، نورې پیسې نشته.
ما ځان سره وویل، که ورته ووایم چې ستاسې بېل زه ورکوم، دوی به د فقر او حقارت احساس وکړي. هغه شېبه مې هغه دروغ ذهن ته راغلل او ومې ویل.
دا مې چې واورېدل، لکه یخ چې وهلی یم، همداسې لکه بُټ بې حرکته پاتې شوم. سړي په خورا مهربانۍ وویل: اوس کولای شم لاړ شم، بیا یې په سترګو خپلې اوږې ته وکتل. پام مې شو چې سړی مې هغسې له جامو ټینګ رانیولی دی. ژر مې خوشې کړ. ما سره الفاظ نه وو، ځکه معذرت کفایت نه کاوۀ.
ځینې انسانان څومره ستر وي؛ د هغوی دروغ تر رښتیاو سپېڅلي او ښکلي وي. چې سم په حال راغلم، غوښتل مې لاسونه یې ښکل کړم، د ټېلیفون شمېره یې واخلم، هغه په ګڼه ګوڼه کې رانه ورک و. څو ځله بیا په هغه وخت هغې سینما ته ورغلم؛ د فلم لپاره نه، چې که ګوندې بیا ورسره مخامخ شم، خو پیدا مې نه کړ.
…….
هغه د علي کرم الله وجه خبره ده: انساني نړۍ تر دې چې په لمر، سپوږمۍ، ستورو او څراغونو روښانه وي، ډېره په هغو انسانانو رڼه ده چې ښه کوي، خو څوک په ځان نه خبروي؛ احسان کويو مګر احسان نه باروي.

ژباړه



ادب دروغ سعادت
t