کندهار:هغه قاتل ووژل سو،چي د ماشومي مخکي يې د هغې پلار وژلی وو

کندهار:هغه قاتل ووژل سو،چي د ماشومي مخکي يې د هغې پلار وژلی وو

په کندهار کي د صفر درې یا د ملا صاحب د سرای ځانګړي قطعې خبر ورکړی، د هغه ځوان قاتل یې وژلی، چي یو کس یې د یوې ماشومي د سترګو په مخ کي وژلی وو.
سرچینه وايي، په څلورمه، اوومه، نهمه، دولسمه او څوارلسمه ناحیو کي یې تصفیوي عملیات کړي، چي په ترڅ کې یې یو چریکي وژل سوی او پنځه نور یې ژوندي نیولي.
سرچینې په یوې اعلامیه کي ویلي، د عملیاتو په جریان کي ځانګړي ځواکونه په نهمه ناحیه کي د یوه بریدګر د نیولو پر مهال له مقاومت سره مخ سوي، چي په نتیجه کي يې هغه وژلی.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




t