هند: امريکا دي پر ايران بنديزونو کې چابهار بندر نه شاملوي

هند: امريکا دي پر ايران بنديزونو کې چابهار بندر نه شاملوي

چابهار د افغانستان د اقتصاد د حالت ښه کولو لپاره يو نوی فصل بلل کېږي
د هند د اقتصاد وزیر نیرمالا سیتارمان د امریکا د خزانې له وزیر سره کتلي دي او له هغه یې غوښتي چې پر ایران په خپلو بندیزونو کې چابهار بندر شامل نه کړي.
په دې کتنه کې هندي وزير ويلي چې د يوې ښې راتلوونکې او دایمي پرمختګ لپاره د چابهار بندر ساتل اړين دي
سره له دې چې امریکا په بندیزونو کې ددغه بندر د نه شاملولو ژمنه کړې ده، خو هند وايي له امریکا سره په خبرو کې غواړي لا ډېر ډاډ تر لاسه کړي او په دغه بندر کې پانګونه ډاډمنه کړي.
هندي چارواکي وايي چې دوی د پاکستان پر ځای د بدیلو لارو په لټه کې دي نو ځکه په چابهار کې پانګونه د هند، افغانستان او ایران لپاره ډېر ارزښت لري.




t