د افغانانو او مرهټیانو پر دریم جنګ (پاني پت) فلم جوړیږي

د افغانانو او مرهټیانو پر دریم جنګ (پاني پت) فلم جوړیږي

نهندي رسنیو راپور ورکړي دي، چي د افغانانو او مرهټیانو پر دریم خونړۍ جنګ چي د هندوستان په (پاني پت) سیمه کي سوي و فلم جوړیږي. په ياد فلم کي مرکزي رولونه سنجي دت، ارجون کپور او کریټي سانون لوبوي. یاد جنګ د دواړو ډلو تر منځ ډېر خونړي جنګ و.

د هندي سېنما وتلی ډایریکټر اشوتوش ګواریکر له لوري جوړیدونکی فلم د (پاني پت) پر تاريخي جګړه جوړیږي، چي افغان امپراتور احمد شاه بابا په کي په لکونو مرهټيانو ته سخته ماتې ورکړې وه. د دغه فلم د جوړولو اعلان تېر کال شوى و، خو اوس تازه د دغه فلم يو بل پوسټر هم خپور شوى دى، چې په کي د جګړې صحنه انځور سوې ده او په سر کي يې ورته ليکلي دي: ((هغه جنګ چي تاريخ يې بدل کړ.)). د پاني پت په دغه سيمه کي یاد دريم جنګ و، چي د هند تاريخ يې بدل کړ.

د هندي رسنیو د معلوماتو په اساس په دغه جګړه کي چي په ١٧٦١ کال کي ترسره سوې وه، د افغان امپراتور احمد شاه بابا سره ٣٢ زره او د مرهټيانو د مشر سداشيو راو باو سره تر ٢٠٠ زره زيات پوځيان وه، چي افغان لښکرو د مرهټيانو دغه لښکر دړې وړې کړ. د یاد فلم په ثبت باندې کار روان دى، چي تر کار بشپړېدو وروسته به دغه فلم د روان ٢٠١٩ کال دسمبرمیاشتي په ٦مه نېټه نندارې ته وړاندې سي.

ه

په پاني پت فلم کي سنجي دت د احمدشاه بابا او ارجون کپور د مرهټیانو د مشر په رول راښکاره کيږي

پاته دي نه وي، چي په هندي سېنما کي چي څومره تاريخي فلمونه جوړ سوي دي، په هغو کي حتماً لاسوهنه سوې ده، لکه په وروستيو کي چي د (پدماوت) په نوم کوم تاريخي فلم نندارې ته وړاندې سو، په دغه فلم کي د علاوالدين خلجي کردار ډېر خراب ښودل سوى و، چي د تاریخ سره په مکمل ډول په ټکر کي و. اوس به ولیدل سي، چي دا فلم به پر واقیعتونو ولاړ او که به د تیر په څیر په کي تغیر راوستل سي.



بالیووډ فلمي نړۍ هند او افغانستان
t