د چا په زمانه کې؟

د چا په زمانه کې؟

پوهاند محمد اسماعيل ”يون“
نه د شداد زمانه ده نه د نمرود، نه د فرعون زمانه ده نه د یزید، خو کوم وحشت او دهشت چې روان دی دا د ولسواکۍ او اسلامي جمهوریت په زمانه کې دی، دا د ملاواکۍ او اسلامي امارت په زمانه کې دی. یو پلو د نړۍ د مدنیت توغ رپيږي او بله خوا د اسلامي خلافت بیرغ رپاند دی. یوه خوا د نړۍ د دویم نمبر مفکر د توصیف باران اورېږي او بله خوا د اسلامي نړۍ د دویم نمبر ملا ستاینې کېږي،خو د شعارونو په دې ګرم تنور کې بیا زما د وطن تنکي نرګس ورېتېږي.
د نړۍ پر مخ به داسې څوک وي چې څو شېبې دې ترهېدلي تصویر ته په مسلسل ډول وګوري؟ څومره ترهېدلې هوسۍ ګوټې ده، هغه وېرېدلې چې د خپل پلار تصویر ته نه ګوري،هغه وایي چې اوس به بل ډز کېږي،اوس به یې د پلار له سینې بله ګولۍ وځي، اوس به یو ځل بیا دا مه مه کوي، زړه به یې درزېږي،شونډې به یې رپېږي او سلګۍ به یې بندېږي.
دا دی زما د وطن د ژوند تصویر پلار دې لاړ لورې! خو که څوک غواړي ستا د پلار د ژوند د وروستیو شېبو او سلګیو تصویر وګوري، نو ستا پر زړه دې لاس کېږدي، ستا سترګې دې بېرته کړي، هلنه به هر څه وګوري. هو لوري! کله چې دې د شپې نا وخته مور او نیا غېږ کې و نیولي د پلار د ژوند وروستۍ شېبې دې ورته ټکي په کې بیان کړه او همدا داستان بیا هغې نړۍ کې د خدای حضور ته هم په همدې بڼه تېر کړه.
ای د ایمان او وجدان خاوندانو! هغه ملي بیرغ ته خو ګورئ کنه چې د شهید مخې ته هسک دی؟ ای ددې وطن یو ارماني شهیده! پر مخه دې ژېړي ګلونه…..



آدب او کلتور ليکني او ژباړي
t