ننګرهار کرنې رياست او ميل کمپنۍ ترمنځ تړون لاسلیک شو

ننګرهار کرنې رياست او ميل کمپنۍ ترمنځ تړون لاسلیک شو

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د دویم ملي لومړیتوب د ملاتړ پروګرام (SNaPP2) له لورې د شولو د تولیدوونکو او پروسس کوونکې کمپنۍ(میل) تر منځ د شولو د پروسیس په موخه تفاهملیک لاسلیک شو.

چارواکي وايي، د یاد تفاهملیک موخه د پروسس کوونکو کمپنیو (میلونو) سره د تولیدوونکو نښلول دي تر څو له یوې خوا د تولیدوونکو محصولاتو ته بازار موندنه وشي او له بلې خوا پروسیس کوونکو ته خام توکي برابر شي.



تړون خبرونه ننګرهار
t