بهسود: دوه کانالونه جوړ شول

بهسود: دوه کانالونه جوړ شول

بهسودو ولسوالۍ کې د څه باندې څلور اتيا زره امريکايي ډالرو په مالي دوه کانالونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د ننګرهار ولايت مقام د رسنیو مرکز وايي، په بهسودو ولسوالۍ کې د کډوالو چارو رياست په هڅو IOM ادارې له لوري بې ځايه شويو او را ستنو شوو کورنيو لپاره د څه باندې څلور اتيا زره امريکايي ډالرو په لګښت د ۵۵۰ متره په اوږدوالي د نهر شاهي او ګل اباد اوبو دوه کانالونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د کډوالو چارو رئیس نجيب الله قيومي وويل، چې له دغه کانال څخه به څلور زره او اووه سوه کورنۍ ګټه واخلي.

نوموړي وويل، چې داخلي بې ځایه شويو او راستنو شويو کورنيو لپاره به ۳۵ نورې پروژې هم پلې شي.



افغانستان بهسود خبرونه کانال
t