پاکستان: د اورګاډي سوزیدو درنه مرګ ژوبله اړولې

پاکستان: د اورګاډي سوزیدو درنه مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان د یوه اورګاډي د سوزیدو له کبله درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستان د اورپټلۍ وزیر شیخ رشید ویلي: دغه اورګاډی له کراچۍ څخه د راولپنډۍ پر لور روان و، چې اور یې واخیست.

د سرچینې په حواله په پيښه کې لږ ترلږه ۶۲ تنه وژل شوي.

چارواکي د پيښې په اړه د پلټنو خبر ورکوي او وایي جدي یې څيړي.




t