سرخاني خان الكوزى

سرخاني خان الكوزى

“له نېكه مرغه ، چې په اتلسمه پېړۍ كې د داغستان په جمهوريت كې يوه پښتانه د سرخاني خان يا سرخايي خان الكوزي په نامه حكومت كړى دى . سرخاني خان هم لكه ازاد خان يو غښتلى پښتون دى . سرخاني خان له يو شمېر الكوزو سره هلته پادشاه شو . دده له حكمروايي څخه چې الكوزي خبر شول ، كار كرار ورپسې ورتلل . دا څرگنده خبره ده ، چې الكوزي به هلته ډېر وي {…} د سرخاني خان الكوزي په باب خورشيد جهان د ميرزا مهدي تاريخ جهانگشايان له قوله يو لړ په زړه پورې مالوات وړاندې كوي . ددغه عاجز په فكر ښايي ، دغه ميرزامهدي به د نادر افشار منشي وي ، كه چيرې داسې وي ، د هغه خبرې ، چې په هغه مهال كې له هرې خبرې خپرېده ، ډېر مهم سند دى . اوس به دا وڅېړو ، چې سرخاني خان څنگه دغه لوړ مقام ته ورسېد . د ازاد خان په برخه كې موږ نه پوهيږو ، چې كه ده د كندهار په دفاع كې برخه اخيستې وي ، نو څنگه د نادر افشار جنرال شو ؟ كېداى شي دده د غښتلي توب له كبله يې دى جنرال ټاكلى وي . خو د سرخاني خان ژوندليك روښانه دى . يوازې دده هوښياري او گړنديتوب كافي وو . وايي چې سرخاني خان الكوزى له يو شمېر الكوزو سره د روم سلطان ( عثماني پادشاه ) ته ولاړ . له څرنگه چې ده خپل كارونه په ډېر كفايت سره سرته رسول ، نو د سلطان له خوا د داغستان د والي په توگه مقرر شو . د دوى يو لقب پاشا دى ، چې جنرال يا والي ته وايي . دده د پادشايي په دوران كې ډېرو الكوزو هلته زمكې تر لاسه كړي . سرداري او زمينداري يې ونيوله . څرنگه (( شمخان )) (( جارو )) ډېر استعداد درلود ، نو د داغستان ښه ځايونه يې ونيول . سرخاني خان د الكوزو او نورو ابدالي پښتنو په مرسته ټول ياغيان له غرو راكوز كړل . د ترك له عثماني امپراتور سره د هغه ډېر قدر وشو ، د داغستان ټول واك او واگ دده شو . دا هغه مهال دى ، چې نادر افشار د ۱۷۲۹ ز كال په حدودو كې د عثماني تركيېې پر متصرفاتو بريدونه كول . د تركيې عثماني امپراتور د نادر شاه يو لړ شرطونه ومنل . كله چې امپراتور په دې اړه خپلو واليانو يا پاشايانو ته خبر وركړ ، نو ټولو ومنل ، خو سرخاني خان الكوزي دا شرطونه ونه منل او نادر افشار ته يې په توره او مېړانه ځواب وركړ . د سرخاني خان دغه مېړانه چې نورو (( پاشايانو )) وليده ، نو دوى هم د الكوزي په لاره ولاړل . سرخاني خان الكوزي سربېره پر هغه د موسى خان په لاس نادر افشار ته سخت ځواب وركړ چې : (( ما د داغستان او شېروان هېوادونه د الكوزو په توره فتح كړي . عثماني شاهنشاه سلطان احمد خان ( هغه مهال تركيه د روم په نامه يادېده ، ځكه چې شرقي روم وو ) حق نه لري ، چې ماته ستا په برخه كې مثال راكړي . ( مثال-فرمان). نادر افشار چې دا خبره واورېده ، په غوسه شو ، نو له ډېرو لښكرو سره يې د داغستان په لور حركت وكړ او سملاسي يې بريد وكړ . د جگړې په پايله كې سرخاني خان په دې بريالى شو ، چې د هغه يو څه پوځ ونيسي يا يې په شاه وتمبوي . يوه پلا سرخاني خان سوله وغوښته ، نادر افشار وويل ، چې سرخاني دې پخپله راشي . په سرخاني باندې دا خبره پده ولگېده ، ويي ويل ، ما نه غوښتل چې دواړو خواوو ته مسلمانان مړه شي ، خو ته ډېر مغروره يې ، زه به دې غرور مات كړم . وروسته له دې نادر افشار ته دا فكر ورغى ، چې راڅه پښتون په پښتانه ووهه ، نو الكوزي ته يې الكوزيان ورولېږل ، داسې چې عبدالغني خان الكوزى يې له الكوزو او ابدالي لښكرو سره داغستان ته ولېږه . دلته نو د سرخاني لپاره ډېره گرانه شوه ، چې مخكې مسلمانان ول ، يانې ايرانيان ، خو اوس يې خپل پښتانه الكوزي وروڼه درته راوايستل . كله چې يې د جگړې په ډگر كې خپل الكوزي وليدل ، نو يې له جگړې لاس واخيست ، هغه وو چې برى د نادر په برخه شو . په دې ډول چې تيږه يې په تيږه ووهله . الكوزي يې په الكوزو ووهل . ميرزا قوام الدين قزويني ددغې پېښې تاريخ د ابجد په حساب په يوه بيت كې داسې راوستى دى : چو خواندندالخير فيماوقع بريدند شاهان زشاهي طمع له تاريخي پېښو داسې ښكاري ، چې نادر افشار د سرخاني له ماتې وروسته كندهار ته خوځېدلى وي ، چې سيدال ناصر له شاه حسين سره د مرستې لپاره هلته تللى وو . د شاه حسين هوتك زوى ، چې محمد نومېد ، له نوميالي سپه سالار سيدال ناصر سره يو ځاى په ډگر كې جنگېده . سرخاني د نادر لاس ته ورنغى ، خو نادر افشار دده خزانې د قموق په ښار كې تر لاسه كړې . نادر هغه الكوزي چې ده يرغمل نيولي وو ، وبښل . له سرخاني خان نه وروسته دده قوم ، يانې الكوزي يو ځل بيا د نادر مخې ته ودرېدل ، خو دا ځل نادر له ځان سره پښتانه درلودل . د كندهار د ښار فتح ، چې لس مياشتې اوږده شوه ، دغه مهال بيا هم نادر درې سوه ابدالي پښتانه پر دېوالونو وروخېژول . احمد شاه بابا عبدالغني خان الكوزي سره ، له دې چې دده خپل وو ، هغه يې د بې پښتوگۍ يانې له پښتونولۍ سره مخالفت په جرم اعدام كړ.
له هغې جملې د سرخاني خان الكوزي ټكول او نورې داسې خبرې چې له عاطفې څخه لري وې . اصلي كيف د ښتنو خوځښت دى ، چې په اتلسمه پېړۍ كې ميرويس نيكه وخوځول . په پاى كې اسلام خان په تهران كې ، ازاد خان په اذربايجان كې او سرخاني خان په داغستان كې د خپلواكۍ رپي ورپول . احمد شاه بابا هم په ډپلي كې . داغستان او شيروان څنگ په څنگ پراته دي ، خو شيرواني او الكوزي هلته نشته ، هغوى په افغانستان كې دي . د تاريخي تحليل له مخې ازاد خان سلېمانخېل او سرخاني خان دواړه افغان اتلان دي ، چې يو يې غلځى او بل يې ابدالي وو . لكه د نار افشار په مهال كې ، لومړى د هرات ابدالي وټكول شول ، بيا د كندهار غلځي. هغه څوك چې تاريخي فكر لري ، دواړه پښتانه دي او د غليم لپاره يو دي . سرخاني خان ته خپل الكوزي ودرېدل . د كندهار پر ښار ابداليان د نادر افشار لپاره وروختل . لكه څنگه چې په دغه وخت كې په كندهار كې احمد شاه بابا او ذوالفقار خان بنديان ول ، كېداى شي پر كندهار باندې د ابداليانو ورختل هم ددوې په خاطر شوي وي . كه دا ومنل شي ، چې تاريخ د راتلونكي لپاره د عبرت درس دى ، نو دغه نيمگړتياوې پويه سمې شي او دا د ځوان نسل كار دى”.

✍️قدرت الله حداد

منډیګک



الکوزی حداد معلوماتي
t