د نواز شریف زوم په ضمانت خوشې کیږي

د نواز شریف زوم په ضمانت خوشې کیږي

د پاکستان محکمې د پخواني صدراعظم نواز شریف بندي کړی زوم د خوشې کولو پریکړه کړې ده.

د محکمې د پریکړې له مخې محمد صفدر باید د ۲  لکه کلدارو جریمې د ورکړې ترڅنګ د پریښودو لپاره یې قوي ضمانت ورکړي.

صفدر څه موده مخکې د پاکستان پر محکمې د ځینو تورونو د لګولو له کبله بندي شوی و.

هغه د نواز شریف د لور مریم نواز د ژوند ملګری دی.




t